تېر یوه کال کې د کابل – توکیو ترمنځ د ۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

💬0
منبع

تېر یوه کال کې د کابل – توکیو ترمنځ د ۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

د جاپان سفیر طلوع نیوز سره په خبرو کې ويلي، که څه هم جاپان په افغانستان کې پانګونه نه ده کړې، خو د کابل او توکیو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه دوام لري.

هغه زیاتوي چې د جاپان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لویه برخه په غیرمستقیم ډول او د درېیمو هېوادونو له لارې ترسره کېږي.

 په افغانستان کې د جاپان سفیر، کنیچي ماساموتو ویلي: «اوس مهال موږ په افغانستان کې د جاپان مستقیمه پانګونه نه وینو، خو سوداګري شته. موږ ماشین‌آلات او د ماشین‌آلاتو پرزې صادروو. مستقیمه سوداګري محدوده ده، خو په ورته وخت کې ځینې جاپاني موټرونه او د هغوی پرزې د درېیمو هېوادونو له لارې افغانستان ته واردېږي. نو ځکه سوداګري شته او همدارنګه تر دې هم لويه غیرې مستقیمه سوداګري روانه ده.»

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښيي چې د تېر میلادي کال پر مهال د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۹۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه، چې له دې جملې دوه میلیونه ډالره صادرات او ۹۵ میلیونه ډالره واردات جوړوي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «جاپان ته د افغانستان مهم صادراتي توکي عبارت دي له درملیز نباتات، ممیز، وچ انځر، د پستې مغز، مېوې، د بادام مغز او وچه زردالو؛ او له جاپان څخه مهم وارداتي توکي موټرسایکلونه، تېز رفتار موټرونه، ټایر او ټیوب، د موټرو پرزې او بایسکلونه دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د رامنځته شویو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې باید اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د جاپان پانګونه جذب کړي.

 د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهگزین وايي: «جاپان کولی شي له افغانستان سره د ټکنالوژۍ د لېږد، د تولیدي معیارونو د ښه والي او د صنعتي ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي. له بلې خوا، له جاپان سره سوداګریزې اړیکې نړۍ ته دا پیغام لېږي چې افغانستان د رغنده او متوازنې تعامل په لټه کې دی.»

دغه راز، د اقتصادي چارو بل شنونکی شاکر یعقوبي وايي: «د هغو لارو چارو په پام کې نیولو سره چې زموږ هېواد یې په راتلونکي کې تعقیبوي، له جاپان سره منظمې او دقیقې اړیکې جوړول ډېر مهم دي. د بنسټیزو پروژو، انرژۍ سکتور، زده‌کړې، ټکنالوژۍ او نوښت په برخو کې جاپان کولی شي اغېزمن رول ولوبوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، افغانستان اوس مهال له نړۍ د څه باندې ۸۰ هېوادونو سره هر کال سوداګریزې راکړې ورکړې لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېر یوه کال کې د کابل – توکیو ترمنځ د ۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*