
کابل کې د تېلو او ګازو بیو د لوړېدو شکایتونه
پلازمېنه کې په وروستیو دوو ورځو کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي.
د وروستیو مالوماتو لمخې، دا مهال د یو لیټر ډیزلو بیه ۷۷ افغانۍ، د یو لیټر پټرولو بیه ۷۵ افغانۍ او د یو کیلو ګازو بیه ۵۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.
پلورونکي، حاجي شیر و ویل: «موږ پرته د ښاروالۍ له اجازې، نشو کولای چې حتی د تېلو بیه یو افغانۍ هم لوړه یا ټیټه کړو. یو لیټر ډیزل ۷۷ افغانۍ او پټرول ۷۵ افغانۍ دي.»
موټر چلوونکي بیا پر بازار د نه څار شکایت لري او وایي، که د بیو د لوړېدو بهیر همداسې دوام ومومي، نو ډېری به اړ شي چې خپل موټر ودروي.
موټر چلوونکي، جان محمد و ویل: «کاروبار نشته. موږ په ورځ کې له څلور تر پنځه سوه افغانۍ کار کوو او د موټر تخنیکي ستونزو ته په کتو دا زموږ لپاره هیڅ ګټه نه لري.»
بل موټر چلوونکي، عبدالمنان و ویل: «په نړۍ کې تېل ګران نه دي خو په افغانستان کې چې کله تېل پلورونکي یو اعلان واوري، د تېلو بیې لوړوي. دوی خپلې زېرمې د تېلو ډکې کړې دي.»
له بلې خوا، د کابل ښاروالۍ مسوولین د بیو لوړوالی تاییدوي او لامل یې د دویمې درجې تېلو پر وادراتو بندیز یادوي.
د کابل ښاروالۍ استازي، نعمتالله بارکزي و ویل: «اوس مهال ۸۰ شمېرې تېل افغانستان ته نه واردیږي، یوازې ۹۲ نمبر تېل واردېږي.»
خو هېوادوال پر دې باور دي چې پر بازار د څارنې نشتوالي پلورونکو ته د ناوړه ګټې اخیستنې فرصت برابر کړی او له حکومته غواړي چې د بیو د خپلسري لوړېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
په افغانستان کی ولی سیږنال بندوو