پولیسو د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، هغه کس چې په جرمني کې یې د کریسمس په یوه بازار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼې موټر ور خیژولی و او پنځه کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل د قتل او وژنې د هڅې له څو تورونو سره مخ شوی او زندان ته استول شوی.
دغه پېښه د جمعې په شپه د جرمني د ماګدیبورګ په مرکزي ښار کې رامنځته شوه او وروسته یې د کډوالۍ په اړه کړکیچ راپورته کړ.
تورن کس چې پولیسو نیولی، ۵۰ کاله عمر لري او د سعودي عربستان اوسیدونکی دی.
نوموړی د رواني ناروغیو ډاکټر دی او ډیری وخت به یې اسلام ضد ویناوې هم کولې خو تر اوسه یې د یاد عمل انګیزه څرګنده نه ده.
پولیسو ویلي، چې تر یادې پېښې ورروسته د شنبې په شپه په ماګدیبورګ کې د ښي اړخو په یوه لاریون کې چې شاوخوا ۲۱۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه، ګډوډي او کړکیچن حالت رامنځته شو.
پولیسو ویلي، چې د یادو ګډوډیو په اړه به څیړنې وکړي، خو په دې تړاو یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، یادو لاریون کوونکو کې یو شمېر کسانو تورې جامې اغوستې وې او ځینې بنرونه یې له ځان سره لیږدول چې د «کډوالو بېرته ستنېدل» کلمه پرې لیکل شوې وه.
دا د ښې اړخو ملاتړو سیاسي اصطلاح ده، چې له جرمني څخه د کډوالو او هغو کسانو ډله ییز اخراج غواړي چې له نژادې اړخه جرمنیان نه ګڼل کیږي.
د یادې پېښې په تړاو پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې قاضي تورن کس ته چې په رسنیو کې د “طالب ای” په نوم پیژندل شوی، د قتل، د قتل د هڅې، سختې جسمي شکنجې او څو نورو قضیو کې د موقت توقیف حکم ورکړی دی.
د راپور له مخې، دا لا څرګنده نه ده، چې یاد تورن کس وکیل لري او که نه.
د پولیسو په بیان کې ویل شوي چې په وژل شويو کسانو کې یو ۹ کلن هلک او څلور ښځې شاملې دي، چې عمرونه یې ۵۲، ۴۵، ۷۵ او ۶۷ کاله وو. همدارنګه په یاده پېښه کې شاوخوا ۴۰ تنه نور ژور او یا هم برسېرن ټپیان شوي دي.
رویټرز د جرمني د چارواکو له قوله ویلي، چې شکمن بریدګر د تیز سرعت پر مهال پر خلکو ور برابر شوی او په دریو دقیقو کې یې له ۲۰۰ ډیر خلک په موټر ووهل.
که څه هم د یادې پېښي د احتمالي انګیزې په اړه پولیس پلټنه کوي، خو د ماګدیبورګ څارنوال هورست نوپینز، د شنبې په ورځ ویلي، چې یو احتمالي عامل دا هم کیدای شي، چې نوموړي له سعودي کډوالو سره د جرمني د چلند له امله دا عمل ترسره کړی وي.
لومړی نظر وکړئ on "جرمني د کریسمس پر بازار بریدګر د قتل په تور زندان ته واستاوه"