جرمني: که افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته سفر وکړي، پناه غوښتنه یې له خطر سره مخامخ کېدای شي

د جرمني د کډوالو څانګې افغان پناه غوښتونکو ته خبرداری ورکړی دی که خپل هېواد ته یې سفر وکړ، ښايي د پناه غوښتنې حقوقي حیثیت یې له خطر سره مخامخ شي.

د دغې څانګې مشر یواخیم ستامپ جرمني رسنۍ بیلډ ته وویل: «جرمني د نړۍ پر مخ خلاص دی، خو احمق نه دی.»

نوموړي زیاته کړه: «مقامات باید دا اطمینان تر لاسه کړي هغه خلک چې دلته یې د ژغورنې غوښتنه کړې او بیا په رخصتیو کې خپلو هېوادونو ته ځي، ژغورنه به یې ختمه شي او نور به په جرمني کې اوسېدلای نه شی. خلاص.»

د هامبورګ یو سناتور انډي ګروټ ویلي دي هغه کډوال، چې ادعا کوي په خپلو هېوادونو کې یې ژوند په خطر کې دی او بیا ورته سفر کوي، دا کار به یې د پناه غوښتنې او ژغورنې حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي.

تر دې مخکې د جرمني‌ تجارتي خبري رسنۍ ار ټي‌ال ادعا کړې وه چې د جرمني د هامبورک په ښار کې سفري شرکتونه افغانستان ته د افغانانو لپاره سفرونه تنظیموي.

ګروت د دغه راپور په غبرګون کې ویلي دي: «که افغانستان ته سفر اسان دی، د شړلو امکان هم شته.»

د جرمني د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرال ادارې ویلي‌ دي پناه غوښتونکي کولای شي په ځانګړو حالاتو کې، لکه جدي ناروغي او یا د کورنۍ د کوم غړي وفات، خپلو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

دغې ادارې ویلي دي د هغو راپورونو په اړه به پلټنه کوي چې وايي کوم کس افغانستان ته سفر کړی او معلومه به کړي چې د هغه پناه غوښتنه ترې بېرته اخیستل کېدای شي که څنګه.

د جرمني چارواکي‌ وايي‌ دا شمېره نه لري چې د څومره خلکو پناه غوښتنې بېرته ترې اخیستل شوې او په دې اړه شمېرې هم نه خپروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جرمني: که افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته سفر وکړي، پناه غوښتنه یې له خطر سره مخامخ کېدای شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*