جنت ته رسیدل د جګړې او تاوتریخوالی یا د سولې له لارې؟

جنت ته رسیدل

جنت ته رسیدل د جګړې او تاوتریخوالی یا د سولې له لارې؟

د هند په لویه وچه کې القاعده د جنت یو داسې لید وړاندې کوي چې یوازې د مرګ، کړاو او تلپاتې جګړې له لارې ترلاسه کیدای شي. خپل په یوه خپرونه “د جنت لپاره د بیوزلو هیله” کې، دوې په نا هیلو مسلمانانو غږ کوي چې د ژوند پر ځای شهادت، د امید پر ځای غم او د عدالت پر ځای غچ غوره کړي. خو دا پیغام نه الهی ده او نه هم عالي – دا یو چل دی. یو چل چې له احساساتو څخه ګټه پورته کوي، ایمان تر پوښتنې لاندې راولي، او د یوې مرګوني ایډیالوژۍ په قربانګاه کې ژوندي قرباني کوي.
د واقعیت څخه د تیښتې لپاره د مرګ په اړه تصور کول
القاعده په نا امیدو ښکار کوي، او مرګ د ظلم لپاره یوازینۍ باعزته ځواب ګڼي چي‌ یو د توجو وړ نکل ېې د څرګندوي: “اوس آزاد شه ! دا زنځیرونه مات کړه!”
خو دا آزادي ژوند نه دی. دا ځانوژنه ده چي د ژغورني په نوم نومول شوې ده.
هغه الهي حکمت چې وژنه د جنت سره مساوي ګڼي د هیلې الهیات نه دی؛ دا د مایوسئ وینا ده. آنحضرت (ص) هیڅکله هغو کسانو ته د جنت ژمنه نده کړې چې د کرکې له امله ې ژوند ته د پاې ټکئ ایښی، بلکې هغو کسانو ته یې د جنت ژمنه کړې چې ژوند ته ېې د صبر، صدقه او عدالت غیږ ورکړیدی.
درد په تبلیغاتو اړول
دوی د جهاد د توجیه کولو لپاره د میندو د ژړا او ځوریدلو ځوانانو احساساتي صحنې کاروي، لکه: زما د زړه دیوالونه لړزیږي … د هغه چیغې لا هم غږیږي! دا کیسې یوازې القاعدې پورې محدودې نه دي، بلکې هره افراطي ډله د خلکو د غوسې د راپارولو لپاره رنځ او درد انځوروي. خو د شفا، بیارغونې او بخښنې غوښتنه چیرته ده؟ اسلامي تاریخ موږ ته درس راکوي چې حتی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه کسان بخښلي وو چې یو ځل یې د هغه د وژلو هڅه کړې وه. ریښتینی ځواک په مهربانۍ کې دی، نه په غچ کې.
جنت د کرکې له لارې نه ترلاسه کیږي
د القاعدې مشران خپلو لارویانو ته وایي چې جنت د هغو کسانو لپاره ځانګړی شوی چې له کافرانو څخه کرکه کوي، جوړجاړی او سوله ردوي او جګړه غوره کوي. خو قرآن موږ ته درس راکوي چې الله تعالی هغه کسان خوښوي چې خپله غوسه کنټرولوي، نورو ته بخښنه او انصاف کوي.
پایله
القاعده د مرګ پرته بل څه د «پټ ویاړ» په توګه نه وړاندې کوي. د دوی تش په نامه “جنت” یو تصور دی – نه په کتاب، بلکې په غم باندې جوړ شوی. ریښتینې لاره د غوسې لپاره د ژوند قرباني کولو کې نه ده، بلکې د هدف سره ژوند کولو کې ده.
پرېږدئ چې دا لیکنه د دوی په سیوري کې شمع وي. پرېږدئ چې د دوی غلط افکار وسوځوي.

لومړی نظر وکړئ on "جنت ته رسیدل د جګړې او تاوتریخوالی یا د سولې له لارې؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*