جوزجان کې د سیمه ییزو خلکو په شخصي لګښت یو سړک جوړ شو

د جوزجان د خماب او قرقین ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک د خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

د خماب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تر دې وړاندې د امو سیند اوبو زیاتېدو سره د دې دوو ولسوالیو ترمنځ نښلوونکې لار شاوخوا درې میاشتې تړل کېده، چې له امله يې ځایي خلک له جدي ستونزو سره مخ کېدل. 

د جوزجان د خماب ولسوال، عبدالمجید سعادت و ویل: « مخکنی سړک به څلور یا پنځه ورځې بندېده. ځکه خلکو جدي پرېکړه وکړه چې سړک جوړ کړي. پنځه میلیونه افغانۍ پرې ولګېدې. موږ د اسلامي امارت له مشرانو غواړو چې زموږ پر دغه شل کیلومتره سړک جغل واچوي؛ خو که جغل نه اچوي پایله به ورنکړي، او سړک به ویجاړ شي.»

د جوجازن د خماب ولسوالۍ امنیه قومندان، غلام سرور و ویل: «‌ تاسو یې ګورئ چې اوس هم اوبه پورته کیږي، له همدې امله خلکو پیسې ټولې کړې او سړک یې جوړ کړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.»

د جوزجان د علماوو شورا ریاست وايي، د قرقین او خماب ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې به د اسلامي امارت تر چارواکو ورسوي.

د فاریاب د علماوو شورا رییس، خیرالله وګمي په دې اړه و ویل: « د اسلامي امارت له مشرانو غواړو چې د خماب ولسوالۍ سړک قیر کولو لپاره هڅې وکړي او پاتې برخې یې پخې او چمتو کړي.»

د خماب ولسوالۍ د شبرغان ښار په ۱۷۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د دغه ولایت یوه لرې پرته ولسوالیو ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جوزجان کې د سیمه ییزو خلکو په شخصي لګښت یو سړک جوړ شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*