جولای کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ ۷۸ سلنې زیاتوالی

جولای کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ ۷۸ سلنې زیاتوالی

که څه هم له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې لا هم ډېر ننګونې شته، خو د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د روان کال په جولای میاشت کې د افغانستان ټرانزیتي سوداګرۍ ۷۸ سلنه زیاته شوې ده. 

د دغه راپور له مخې، د افغانستان د ټرانزیتي سوداګرۍ کچه په جون میاشت کې له څه باندې ۵۶ میلیون ډالرو، په جولای میاشت کې څه باندې سل میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. 

د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ د پراختیا د دایمي کمېټې د رییس په وینا، له دغو شمېرو سره سره، د افغانستان ټرانزیتي سوداګرۍ لا هم زیانمنه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ د پراختیا د دایمي کمېټې رییس، شاهد حسین هم وايي: «د افغانستان سوداګري او ټرانزیټ اغېزمن شوي او تر اوسه کابل او اسلام‌اباد کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. افغان سوداګرو ته هم درانه زیانونه اوښتي، ځکه هغوی خپل کار د بندر عباس له لارې پرمخ وړي چې ډېر لګښت لري او ډېر وخت هم نیسي.»
 
راپور ښيي، چې په تېرو مالي کلونو کې د پاکستان د وارداتی محدودیتونو او د قاچاق ضد اقداماتو له امله د افغانستان ټرانزیتي سوداګرۍ په پراخه کچه کمه شوې ده. 
 

په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت کچه ۲.۸۷ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې دا کچه نږدې ۱.۱ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده. 

 سوداګر، امید حیدري هم وايي: «د پاکستان لوري هغه ژمنې چې د صادراتو او وارداتو په تړاو وې، عملي کړي نه دي. د لارو د تړل کېدو په برخه کې، لکه څرنګه چې تاسې ګورئ، د غلام‌خان، خرلاچي او ډنډ پټان بندرونه تړلي دي، حال دا چې په تېرو کلونو کې زموږ د صادراتو لپاره پرانیستي وو. اوس زموږ ټول صادرات یوازې د تورخم او سپین بولدک له لارې پرمخ ځي»

  
دغو ننګونو ته په پام سره، د افتصادي چارو شنونکي ټینګار کوي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغانستان د سوداګرۍ تګلاره باید د نړیوالو معیارونو پر بنسټ تنظیم شي. 
د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر یعقوبي بیا داسې وايي: « د افغانستان سوداګریز تګلوری دې د نړۍوالو سوداګریزو اصولو او شرایطو سره سمون ولري او د سیمې د هېوادونو له اړتیاوو، غوښتنو او تمایلاتو سره برابر وي. موږ باید د سوداګرۍ اصول د خپل کار د سر کرښه وګرځوو او تر ډېره د یو نرم او انعطاف‌پذیرې اړیکې لرلو هڅه وکړو چې له سیاسي موخو څخه لرې وي.»  

شمېرې دغه راز ښيي چې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیتي سوداګرۍ ټولیزه کچه له ۷ میلیارد ډالرو نږدې ۲.۸۸۷ میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جولای کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ ۷۸ سلنې زیاتوالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*