کابل د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د جګپوړو پلاوو کوربه

Photo: Jenny Yang

کابل ته د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د جګپوړو پلاوو د پرلپسې سفرونو په لړ کې، نن د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او ورسره مل پلاوی یې کابل ته راورسېد.

سیریک ژومانګارین چې د افغان-قزاق سوداګریز کنفرانس او ​​ګډ نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی، وايي چې د دغه سفر پر مهال به، د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ته یو مهم سوداګریز هوکړه‌‌لیک هم وړاندې کړي.

 د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په دې هکله وايي:«دا افغانستان ته زموږ څلورم سفر دی او قزاق پلاوی هر کال دغه هېواد ته راځي. موږ  د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره ګټورې خبرې لرلې، او دلته به د افغان-قزاق ګډ سوداګریز نندارتون هم جوړ شي. هیله‌‌من یو چې وکړای شو ډېر سوداګریز تګ راتګ ولرو او یو مهم هوکړه‌لیک به هم وړاندې شي.»

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم ویلي، د دواړو هېوادونو موخه دا ده، چې دوه ‌اړخیزه سوداګري له یو مېلیارد ډالرو څه باندې درې مېلیاردو ډالرو ته لوړه شي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ډېری اړتیاوې له قزاقستانه پوره کېږي او هڅې روانې دي، چې قزاقستان ته صنعتي توکي، کاني مواد او سبزیجات صادر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې هکله زیاتوي:«د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تعامل دوام مومي. لکه څنګه چې موږ جګپوړو پلاوو وکړه کړې، چې له یو بل سره د درې مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري ولرو. البته موږ یوازې په دغو درې مېلیارد ډالرو بسنه نه‌‌کوو؛ بلکې دا به لا ډېره کړو؛ ځکه چې دواړه هېوادونه دا وړتیا او ظرفیت لري.»

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال او د اسلامي امارت له نورو جګپوړو چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو، بانکي، ټرانزیټي همکاریو د لار نقشې او سیاسي مسایلو په تړاو خبرې وکړې. ژومانګارین د افغانستان د وسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستان د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو د پانګونې خبر هم ورکړ .

دغه قزاقي پلاوي دغه‌راز د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال، افغانستان د قزاقستان نه بېلېدونکی سیمه‌ییز شریک وباله، او ټینګار یې وکړ، چې هېواد یې هڅه کړې څو له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې وساتي جګپوړو پلاوو .

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په تړاو طلوع‌نیوز ته وویل:«محترم ملا عبدالغني برادر اخند وویل د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي او زیاته یې کړه په دې وروستیو کې، د درې مېلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګریزو همکاریو د پراخېدو لپاره د کابل او استانې ترمنځ د همکاریو لار نقشه ترتیب او لاسلیک شوې، چې له مخې به یې د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، وسپنې پټلۍ، صنعت او نورو برخو کې پراخ بدلونونه راشي او پانګونه به وشي.»
 
ټاکل شوې، چې د افغان-قزاق ګډ سوداګریز نندارتون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا کنفرانس سبا، د غويي پر دویمه په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د څه باندې ۴۰۰ سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د جګپوړو پلاوو کوربه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*