جیونیوز: په ګجرات کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن یو نږدې ملګری نیول شوی دی

اکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن یو نږدې ملګری له ګجرات څخه نیولی دی.
د سي ټي ډي یوه چارواکي عثمان اکرم ګوندل په يوه خبري کانفرنس کې منلې، چې دوی د اسامه بن لادن يو نږدې ملګری نيولی دی.

د راپور له مخې، دغه کس د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له عملياتو وروسته نيول شوی و.
ویل کېږي، نيول شوی کس امين الحق د القاعدې مهم جنګيالي و چې نوم یې د ملګرو ملتونو د نړۍوالو ترهګرو په نوملړ کې هم شامل دی.
عثمان اکرم ګوندل وايي، امين الحق په نړۍواله کچه د اسامه بن لادن د ساتونکي په توګه پېژندل کېده.
سي ټي ډي وايي، چې دغه ترهګر د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې افغانستان ته تللی و او په دې وروستيو کې بېرته پاکستان ته ستون شوی و.
هغه وويل، چې دغه ترهګر د پاکستان شناختي کارډ هم لري، د دغه ترهګر پر شناختي کارډ د لاهور او هري پور پته ليکل شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه نېټه په اېبټ اباد کې د امریکايي کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جیونیوز: په ګجرات کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن یو نږدې ملګری نیول شوی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*