د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ضد کړيو په غبرګون کې ويلي، چې د هېواد ټولو لوبغاړو د ورزش په ډګر کې د خپلو ویاړونو په ذريعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلاند ساتلي دي.
حامد کرزی په خپل اېکس کې زیاتوي، افغان ولس تل ملي لوبغاړي هڅوي او ملاتړ یې کوي.
په ټولنيزو رسنيو کې د ځينې اسنادو له خپرېدو وروسته، چې پکې د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزيه کوفي د بريتانیا پارلمان ته په يوه لیک کې له دغه هېواده غوښتې، چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره لوبې لغوه کړي، د افغانانو ګڼ غبرګونونه پارولي.
پخواني ولسمشر حامدکرزي د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د افغان لوبغاړو په ملاتړ لیکلي: «د کرکټ ملي ټیم او د گران هېواد ټولو ویاړلو لوبغاړو د سپورت په ډګر کې د خپلو افتخاراتو په ذریعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی.»
کرزي د کرېکټ، فوټبال، فوټسال، تکواندو او په المپيک کې د لوبغاړو د ګډون انځورونه هم نشر کړي او زیاته کړې یې ده: «افغانستان خلک تل د خپلو ورزشکارانو ملاټړ او تشویق کړی او هیله لري چې دوی د خپل زیار او استعداد پر مټ لاډیرې کامیابۍ گران هېواد ته ور په برخه کړي.»
تر دې واړندې ګڼو افغان سیاستوالو، د ورزش په خاص ډول د کرېکټ مينه والو هم د کرېکټ د ملي لوبغاړو په ملاتړ ږغ پورته کړی.
دا ملاتړ تر هغه وروسته و چې د بریتانیا پارلمان د خپل هېواد له لوبډلې له افغان لوبډلې سره د لوبو لغوه کولو غوښتنه وکړه، خو د انګلنډ لوبډلې دا غوښتنه رد کړه.
پر دې سربېره دکرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) هم بېګاه وویل، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته به د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کیږي، بلکې د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
لومړی نظر وکړئ on "حامد کرزي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پر ملاتړ سربېره هغوی ته د لا بريا هيله وکړه"