د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو بشپړېدل

Photo: Muhammad Ibrahim

د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو بشپړېدل

حماس اعلان کړی چې له اسراییل سره د اوربند د تړون لومړی پړاو یې بشپړه کړې ده.

د حماس یو مشر، اسامه حمدان، ویلي چې د اسراییل د لومړي وزیر  بنیامین نتنیاهو د “لوی اسراییل” نظریه د سیمې د ټيکاو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

د غزې یوه اوسېدونکې، خیتام حداید، وايي: «غزه د خدای په لاس کې ده. هر څه ویجاړ شوي، هیڅ کار نه شو کولای. وضعیت ډېر سخت دی. غواړو هېوادونه له موږ سره مرسته وکړي او حالت ښه شي. موږ د بشپړ اوربند غوښتنه کوو او غواړو خپلو کورونو ته ستانه شو. هغوی باید له موږ سره جدي او اغېزناک چلند وکړي.»

سره له دې چې اوربند شوی، خو حماس او اسراییل یو بل د هغې په ماتولو تورنوي او نښتې لا هم په محدود ډول دوام لري.

د غزې د روغتیا چارواکي وايي چې د اوربند له پیل راهیسې د اسراییلي بریدونو له امله ۲۴۵ کسان شهیدان او ۶۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزې بل اوسېدونکی، نضال ابو ارکوب، وايي: «راتلونکی تیاره او ناڅرګند دی. موږ هیڅ اوربند نه وینو، جګړه لا هم روانه ده. د ژوند شرایط ډېر ستونزمن دي.»

یوه میاشت مخکې، د اکټوبر په لسمه، حماس او اسراییل د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له‌خوا وړاندې شوې سولې لومړی پړاو طرحه ومنله.

دغه تړون د غزې دوه کلنه ویجاړونکې جګړه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې پیل شوې وه، بنده کړه او د فلسطیني او اسراییلي بندیانو د خوشې کېدو لامل شو.

خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د تړون دوېیم پړاو به څنګه عملي کېږي، او د دوامداره تاوتریخوالي تر سیوري لاندې د غزې د ادارې راتلونکی لا هم نامعلوم دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو بشپړېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*