حکمتيار: ځينو له دين څخه داسې مذهب جوړ کړی چې د اختلافاتو او تکفير وسيله ګرځېدلې

3
1

Loading

حکمتيار: ځينو له دين څخه داسې مذهب جوړ کړی چې د اختلافاتو او تکفير وسيله ګرځېدلې

د اسلامي حزب مشر د لوی اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ليکي، چې ځينو له «دين څخه داسې مسلک او مذهب جوړکړی، چې د اختلافاتو او تکفيرولو لامل او په جوماتونو کې انتحاري بریدونه جنت ته د تلو وسيله ګڼې.»

ګلبدين حکمتيار امریکا د افغانستان ترڅنګ د نړۍ د ټولو جنګونو مسووله بللې ده.

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار نن یکشنبه د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کي ويلي، چې په افغانستان کې باید «کرغېړن سياسي، فکري، قومي، ژبني او مذهبي اختلافات ختم او یو د بل د حذفولو ناکامې مخکنۍ تجريبې تکرار نه شي.»

حکمتيار ليکلي: «دين د يووالي، رحمت او الفت وسيله ده؛ خو متاسفانه ځيني له دين داسې مسلك او مذهب جوړوي، چې د اختلاف، نفرت او يو د بل تكفيرولو وسيله شي او كار یې هغه ځاى ته ورسېږي چي په جوماتونو كي د لمانځه په مهال چاودنې او انتحاري عمليات جنت ته د رسېدو وسيله گڼي.»

که څه هم نوموړي د کوم کس او ډلې نوم نه دی یاد کړی؛ خو په دې وروستيو کې ا.ا. د حکمتيار پر سياسي ليدونو، د حزب او رسنيو د نه فعاليت تر څنګ بېلابيل بندیزونه ولګول.

ګلبدين حکمتيار وايي، چې په «اسلامي نظام» کې د حکومت او چارواکو دنده د احکامو پلي کول دي نه د قوانينو وضع کول.

نوموړی په دې اړه زياتوي: «الهي صريح احكامو كې نه د تغيير او تعديل حق او اجازه چا ته وركړل شوې او نه د تزييد او تنقيص»

حکمتيار ليکي، چې «امريکا د افغانانو پوروړې او د ۲۱مي پېړۍ د ټولو جنګونو مسووله» ده.

د نوموړي په خبره، چې امریکا په افغانستان کې تېر شل کاله په ورانولو تېره کړل او اوس هم «کرايي جنګيالي استخداموي او د وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي».

هغه په دې اختريز پيغام کې وايي، چې «امريکا تر يو نیم لک زيات افغانان د بيا جنګولو لپاره له ځان سره بېولي، دفترونه يې ورته نيولي، مختلفي جنګې ډلې يې تنظیم کړي او د عملياتو راپورنه یې په امريکایي او غربي رسنيو کې خپروي».

د حکمتيار په خبره، چې په افغانستان کې د «امريکا مجدد نظامي حضور» د منلو نه دی او په افغانستان کې «ټولو اسلامپالو ډلو او اشخاصو» ته په کار ده، چې دې لوی ګواښ ته عادي ونه ګوري.

هغه په مسلمانو هېوادونو کې د جنګونو او زياتې مرګ ژوبلې د پېښېدو لامل د مسلمانانو وېشل کېدل ياد کړه.

وروسته له هغه، چې د ا.ا. حکومت په افغانستان کې دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړل، په ګلبدین حکمتیار پورې تړلې ورځپاڼې پر ا.ا. نیوکه وکړه، چې د سعودي خلاف یې د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې ا.ا.دې یا د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړي یا دې د دوشنبې ورځ له پاکستان سره اختر وکړي.

شهادت ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي وه؛ خلک حیران دي، چې د ا.ا. ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.

منبع

1 Comment on "حکمتيار: ځينو له دين څخه داسې مذهب جوړ کړی چې د اختلافاتو او تکفير وسيله ګرځېدلې"

  1. هر دولت چی راځي موږ عام خلک فکر کوو چی زموږ ستونزې په را هواری کړي خو داسی نه وشي اخیر موږ هم د انسانانو دجوملې څخه ګڼل کیږو والی موږ هر ځای د ستونزو سره مخامخ کیږو ایا موږ دژوند کولو خق نه لروداسی پوښتنی زموږ دولس سره پیدا کیږي که څه هم طالیبان اوس راغلي زموږ دلت ترې تشکیل شوی خو دوئ چی کوم کارونه وکړی هغه یی نه دی کړي او نه یی دکولو هڅه کوي دجمهوریت او دامارت هیڅ فرق نه شته موږ ته هغه یو دقدر وړدی چی زموږ دستونزو دحالولو سره بیره موږ ته دقران لاره وخایه او نه دانسانانو ترمنځ فرق . او داهم غلطه خبره ده چی قانون یوازی په غریبانو عمالي شي دلته اوس داغه روان دی که دیوه چرواکي زوی او یا لور غلطي وکړی په درۍ ورځو کی یی خریج ته وستوي که دغریب سړی زوی یا لور غلطي وکړي بس بیا به یی حدای تری خلاصوي . داغه فرق اوس چاه ورته ټاکلی؟ زه نور څه نه وایمه خو موږ عم وولس ته باید هغه کارونه وکړل شی کومو ته چی دوی سترګې په لاره دی دا څلویښت کاله کیږي چی موږ دیوې ورځ دخوشخالی په تمه یو خو تر ننه پورې مو وه نه لیده که .
    بس موږ الله ج ته یو سوال کوو هغه سوک د تبا شي کوم سوک چی زموږ خوشخالی اخلي . امین بیا هم مننه چی ماته مو دنظر دشریکولو چانس راکه منننننه

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*