ختیځ کې سبا د پولیو واکسین اووه ورځنی کمپاین پيلیږي

ختیځ کې سبا د پولیو واکسین اووه ورځنی کمپاین پيلیږي

ټاکل شوې سبا (شنبه، وږي ۸مه) د هېواد په ختیځ کې د پولیو ضد واکسین اووه ورځنی کمپاین پيل شي. 

د مسوولینو په خبره، دغه کمپاین کې به له پنځه کلنو کم عمره څه باندې یو میلیون او سل زره ماشونو ته واکسین تطبیق کړای شي.

د مالوماتو لمخې، د دغه کمپاین پر مهال به ۵۷۰ زره ماشومانو ته د څاڅکو او نږدې پنځه نیم سوه زره ماشومانو ته د پېچکارۍ له لارې د پولیو دغه واکسین تطبیق کړای شي.

ختیځ کې د کتلوي معافیت پروګرام مسوول، حکم خان ګلابزوی و ویل: «په دې کمپاین کې دوه ډوله واکسین تطبیقوو، چې یو د خولې له لارې او بل د زرق له لارې، د زرق له لارې ټول هغه ماشومان چې تر پنځو کالو پورې وي، شاوخوا پنځه سوه او اوویا زره ماشومانو ته د خولې او پنځه سوه او ۴۰ زره ماشومانو ته د پېچکارۍ له لارې تطبیق کیږي.»

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس، امین الله شریف و ویل: «هغه یوازې د څاڅکو واکسین و، چې موږ به ماشومانو ته د خولې له لارې تطبیق کاوه، دغه کمپاین به د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې یو به د لغمان مرکز او بل به د کونړ مرکز وي، یانې په اوو ولسوالیو کې به دا کمپاین تطبیق کیږي، دا یوه عصري اله ده چې د ماشوم په مټ به تطبیق کیږي، نه درد کوي او نه به ماشوم ټپي کیږي.»

‎د ننګرهار اوسېدونکي په نوې بڼه د پولیو واکسین د تطبیق هرکلی کوي او له خلکو غواړي چې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه دغه کمپاین کې په پراخه کچه ونډه واخلي.

د ننګرهار اوسیدونکي، عارف جان و ویل: «دیني عالمان باید په جوماتونو کې اعلانونه وکړي، د واکسین وخت چې راځي باید ماشومان واکسین شي؛ څو د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوی وشي.»

د ننګرهار بل اوسیدونکي، تور احمد و ویل: «دغه واکسین والا چې کله درشي، دوی سره همکاري وکړئ، دا واړه ماشومان هغه ځای ته و رسوئ،  چې واکسین تطبیق کیږي، دا داسې ناروغي ده، چې بیا ېې درملنه زموږ او ستاسې له وسه پورته ده.»

افعانستان او پاکستان په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کیږي، چې لا هم پکې د پولیو ویروس ګواښ شته دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ختیځ کې سبا د پولیو واکسین اووه ورځنی کمپاین پيلیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*