د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې، د امریکا له نوي حکومت سره د بحث لپاره تیار وي.
ښاغلي خلیلزاد له طلوعنیوز سره په مرکه کې همدارنګه، د اسلامي امارت او نړۍوالې تولنې ترمنځ د اړیکو عادي کول د دواړو لورو په ګټه ګڼلي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په دې هکله زیاته کړه:«طبیعي ده چې، افغانستان یوه مهمه موضوع ده او په دې برخه کې ا.ا. دې هم چمتو وي کهچېرې د امریکا له نوي حکومت سره د مهمو مسایلو په هکله بحث وشي، چې هرو مرو کېږي، د هغوی نظر څه دی او د نړۍوالې ټولنې د یوه مسوول غړي په توګه، د ا.ا. ، افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو عادي او ښه کولو لپاره حاضر دي څه وکړي.»
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه هیله څرګنده کړې چې، په امریکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره، د کابل او واشنګټن اړیکې به ښې شي.
زلمي خلیلزاد وویل:«له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو عادي کول، د افغانانو او ا.ا. لپاره یو ښه ګام دی چې، اقصادي وضعیت به ښه شي، افغانان به د تحصیل او تعلیم حق ولري، پانګونه به زیاته شي او په افغانستان کې به سفارتونه وي.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همدارنګه، په هېواد کې زدهکړې د ښځو او نجونو حق وباله او د افغانستان له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې، له نړۍوالې ټولنې سره د یوځای کېدو لپاره دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه:«د هغوی د صدارت د مرستیالانو تر کچې وویل چې، تعلیم، ان دوکتورا د ښځو او نرانو حق دی. څو کاله کېږي چې، وايي لږ صبر وکړئ چې، وضعیت ښه شي؛ خو د ښهوالي پر ځای نور هم ستونزمن شو.»
زلمي خلیلزاد د دوحې فورم د ۲۲مې غونډې په څنډه کې طلوعنیوز ته همدارنګه ویلي چې، سرپرست حکومت دې په بېلابیلو برخو کې د افغانانو مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "خلیلزاد: ا.ا. دې پر مهمو مسایلو خبرو اترو ته چمتو وي"