په خواجه عمري ولسوالۍ کې د حیواني محصولاتو د پروسس مرکز پرانیستل شو

خواجه عمري ولسوالۍ
Photo: Getty Images for Unsplash

د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ د حیواني محصولاتو د پروسیس یو مرکز پرانیستل شوی دی.

د حیواني محصولاتو دغه نوی جوړ شوی مرکز په ۲۴ ساعتونو کې د شاوخوا ۲۰۰۰ لېټره شیدو د پروسیس وړتیا لري.

غزني کې د هالنډ کمېټې د پروګرامونو مسوول فریدون قیومي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له سلو زیات څاروي لرونکي به دلته شیدې راوړي. دغه مرکز کې د ورځې په یو وخت کې تر ٥٠٠ لېټره شیدې پروسس کېږي او په ٢٤ ساعتونو کې تر دوه زره لېټره شیدو د پروسس وړتیا لري.»
 
ورته مهال، د دغه ولایت ځینې څاروي لرونکي بیا له اړونده مسوولانو خپلو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنې کوي.

بل پلو دغه څاروي لرونکي وايي، چې د لبنیاتو د پروسیس مرکزونه دې ډېر شي او د هغوی تولیداتو ته بازار موندنه وشي.

غزني کې څاروي لرونکی غلام سنايي څرګندوي:«دغه ډول مرکزونه چې هرڅومره زیات شي د څاروي لرونکي لپاره ګټور دي.
څومره چې د څاروي لرونکو لاسرسۍ ورته زیات شي همدومره زموږ لپاره ګټه ده، د دې پر ځای بازار ته په وړلو کرایې ورکوو همدلته به یې راوړو.»

غزني کې څاروي لرونکی احمد ضیاء وايي:«موږ د خپلو حیواني محصولاتو لپاره د ساتنې ځایونه نه‌لرو.
که موږ وکولای شو تولید شوې شیدې، مستې، کوچ او نور لبنیات تر ډېره وساتو او ښه یې بسته بندي کړو ښه بازار به راته پیدا شي.
زموږ د تولیداتو کیفیت د ایراني او پاکستاني لبنیاتو څخه ډېر ښه دی؛ خو چې ځای نه‌لرو زر خرابېږي.»

غزني کې څاروي لرونکی علي شاه هم وویل:«کله چې د یوې غوا ورځني عواید یو ستل مستې وي، خو چې بازار ته یې وړې پنځوس روپۍ د ځان او شل روپۍ د ستل کرایه ورکړې موږ ته هېڅ نه پاتې کیږي. هغه څه چې زموږ څاروي ورته اړتیا لري موږ یې نشو پوره کولای ځکه د لبنیاتو بیې ډیرې ټیټې دي.»

خو د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د حیواني محصولاتو د پروسیس مرکزونه جوړولو او د څاروي لرونکو ملاتړ په پار هڅې کوي.

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد اسماعیل شکېب وویل:«موږ هڅه کوو چې د غزني په ټولو لرې پرتو سیمو کې د وزارت، خصوصي سکټور او موسسو له اړخه د شیدو د پروسس مرکزونه زیات کړو او د څاروي لرونکو ملاتړ وکړو.

که څه هم د غزني د لرې پرتو سیمو زیات شمېر اوسېدونکي د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کوي خو د دغه ولایت په کچه د لبنیاتو پروسیس دوه مرکزونه فعال دي او ډېره برخه حیواني محصولات په سُنتي بڼه پروسیس او بازار ته وړاندې کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په خواجه عمري ولسوالۍ کې د حیواني محصولاتو د پروسس مرکز پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*