خوارج: له جذیه اخیستلو څخه تر خيرات غوښتلو پورې

1
2

خوارج: له جذیه اخیستلو څخه تر خيرات غوښتلو پورې

د بغدادي خوارج هغه ډله ده چې په فریب، تباهۍ او لاس وهنې کی خپل پایښت ګوري. دا ذلیله سازمان د زیان منونکو خلکو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د دوی د عقیدې او ارادې څخه خپل د ترهګرۍ کمپاین تمویل لپاره کار اخلي. د دوی وروستۍ چال – د ډیجیټل اسعارو غوښتنه – د دوی ذلت افشا کوي او د دوی ریښتیني ماهیت څرګندوي: ‌بی غیرته د دروغو ترشا پټيږی ، د خپلو بادارانو لپاره پیسی ټولوي پداسې حال کې چې د وینې او بدبختۍ نښي په اسلامی ټولنو کی پریږدي.

د داعش د مالي تمویل کوونکو وروستی نیونی دا ښیي چې دا ترهګر څنګه خلک په دام کی را ګیروي. د انګلستان د لوټن ښار یو ۲۴ کلن زده کوونکی امین رحمان داعش خوارج ته د ۱۶۰۰۰ یورو څخه ډیر ډیجیټل اسعار لیږلي وو او په ناخبره توګه یې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو د شهادت او زورولو لاره هواره کړی. په یوه بله قضیه کې، ویل کیږي چې محمد چپا د خیریه مرستو په پلمه د داعش لپاره ۷۴۰۰۰ ډالر راټول کړي دي. دا کیسې د دې یادونه کوي چې څنګه داعش خلک د صدقه او خیرات په نوم غولوي او دغه خیریه مرستی د مسلمانانو د تباه کولو لپاره په مرګونی وسلو بدلوي.

په داسې حال کې چې بیرندوک او بی غیرته داعش تل د ځان او خپلو مشرانو د ساتلو لپاره په ویره او وهم کې وي، خو د نورو مسلمانانو په زیان او ضرر هیڅ باک نه کوی. په دی ورستیو وختونو کی دوی Monero کاروي، مونیرو هغه ډیجیټل کریپټو کارنسي ده چې د استونکی او اخیستونکی هویت د نه ښودلو په خاطر یی د خلکو پام ځان ته را اړولی دی.

دا مه هېروئ چې کله داعش خوارج په واک کې و، خلک یې ځورول او شکنجه کول او اوس خیرات او صدقه غواړي. دا ظالمه ډله نه شرم لري او نه انسانیت ته احترام . دوی د داعش دترهګریزو اعمال د تمویل لپاره د مسلمانانو صدقات او خلوص به شیطانی اعمالو تبدیلوي. دوی څنګه دا جرات کوي؟ دا جنایتکاران چې یو وخت یی مسلمانان شکنجه کول او وژل یې – نن دا جرأت کوي چې اسلام په نوم له مسلمانانو صدقه وغواړي. د دوی جنایتونه نه یوازې نړیوال قانون، بلکې د هغو دیني لارښوونو څخه هم سرغړونه کوي چې داعش یې د استازیتوب درواغجنه ادعا کوي.

اسلام د سولې، مهربانۍ او عدالت دین دی. وږو ته خواړه ورکول، یتیمانو ته ځای ورکول، او غریبانو ته تعلیم ورکول – دا د صدقه اصلي معنی ده. داعش ددی ټولو ارزښتونو سره خیانت کړی. زموږ په ټولنه او دین کې د دوی شرارت ځای نه لري.

د داعش خوارج د تمویل په درغلیو کې مه راګیریږئ. یوازې د هغو بې ګناه ژوندونو په اړه فکر وکړئ چې ویجاړ سوي، هغه کورنۍ چې ټوټه ټوټه سوي او هغه ماشومان چې د دې وحشي ډلې لخوا یتیمان سوي دي. تر ټولو د شرم وړ خبره دا ده چې داعش هڅه کوي د اسلام دین بدنام کړي. ستاسو صدقات باید ښوونځي جوړ کړي، وږو ته خواړه ورکړي، او ناروغ ملت ته شفا سی – نه د وژنې او ترهګرۍ لپاره تمویل.

داعش اسلام نه دی، د اسلام دښمن دی. د دې ډلې ظلم، خیانت او فساد زموږ پر انسانیت او سپېڅلي دین د شرم داغ دی. راځئ چې د داعش خوارج مخ ور تور کړو او نړۍ ته وښیو چې مسلمانان د هیله، همدردۍ او یووالي لپاره یو موټی او متحد ولاړ دي – نه د داعش د درواغو او منفافقت لپاره . د دې کار په کولو سره به تاسو د داعش ترهګرې بربریت په ختمولو کې خپله ونډه تر سره کړئ.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "خوارج: له جذیه اخیستلو څخه تر خيرات غوښتلو پورې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*