خوارج یوه لسیزه وروسته په افغانستان کې

خوارج یوه لسیزه وروسته په افغانستان کې

له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بغدادي لاسپوڅي، بهرنۍ ملېشې په افغانستان کې د پښې ټینګولو هڅې کوي. خو د دوی هڅې د بشپړ ماتی سره مخ سوې دی. دغې ډلې خپلې شیطانی هڅې د هغه څه په ویجاړولو او کمزوری کولو متمرکزې کړې چې افغانان یې له لسیزو راهیسې د ساتنې لپاره مبارزه کړې : د اسلام پالنی ، ځمکنی بشپړتیا او په هیواد کې تلپاتې ثبات. دوی په ښکاره هغه افغانان چې د هیواد او ملي ګټو لپاره کار کوي سیکولر ملتپال بولي او هغه کسان چې د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي د بیرندوکانو په نومونو یاد کړی. خو په افغانستان کې د دوی د ماتې اصلی لامل دداعشیانو هغه بریدونه چی پر مسلمانانو او د دوی پر سپېڅلو عقایدو یی کړی انګیرل کیږی.

په افغانستان کې د داعش د شرارتونو له پیله څه باندې یوه لسیزه تېرېږي. هغه کمپاین چې داعش د سرونو په پرې کولو او وینې تویولو پیل کړ. داعش هڅه وکړه چې افغان مشران د مرګ په ګواښونو سره و ډاروي، د افغانستان په ختیځ کې یې د افغان بزګرانو ځمکې غصب کړې چې د خپلو شیطانانو د ډیرولو لپاره پکښې ځالې جوړې کړي، او افغان سوداګر یې په زور او جبر سره اړ کړه چې دوی ته پیسې ورکړي.

د دوی جرمونه یوازې په مادي او فزیکي توکو پورې محدود نه سوه پاته. دوی د امام ابو حنیفه رحمه الله پیروان د خدای په دین کې بدعتګر بولي او افغان شیعه ګان بیا مرتد بولي. خو، د لسیزې په پای کې زړه ورو افغانانو دوی له هېواد څخه وشړل، خپلې ځمکې یې بېرته ترینه ونیولې او د دغو دین ضدو عناصرو هغه د کرکي پروژه یې افشا کړه چې هدف یې زموږ د اسلام سپېڅلی دین ته سپکاوی و. هغه افغانان چې داعش فکر کاوه چې دوی به یی و ډاروي بریالي سول او داعش پښی سبکی کړی او ناکامه سو.

نن داعش په افغانستان کې یوه لویښت ځمکه هم په واک کې نه لري. دوی نور نه سي کولای چی زموږ مشرانو او علماوو ته ګواښنه وکړي. د دوی هغه موخه چی په افغان ملکي وګړو کې د وېرې رامنځته کول وه یو غلط شیطاني ایډیال و چې له نیکه مرغه ناکام سو. داعش اوس په ډیر بیغیرتی سره د کمپیوټر د پردې تر شا پټ دی او داسې تش ګواښونه کوي چې الحمدلله پر افغانانو هیڅ اغیز نه لري. پرځای یې، دا ګواښونه د داعش د پلویانو د تعقیب او نیولو لامل ګرځی. دغه ترهګریز سازمان د مرګ په حال کې دی او د خپل موجودیت په لسیزه کې یې هیڅ هم نه دي ترلاسه کړي.

په دې وروستیو کې داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې د اوسني رژیم په وړاندې ځان د یوه مخالف ځواک په څیر انځور کړي. دوی د د ژوندي پاتې کیدو او په معاصر تاریخ کې د اړونده پاتې کیدو لپاره بیلابیل ماسکونه اغوندي. دوی په بېلابېلو لارو هڅه کوي چې له هغو افغان بزګرانو، مشرانو او علماوو بښنه وغواړي چې دوی به وژل او ترټل به یی. خو دوی افغانانو ته په سبکه سترګه ګوري او نه پوهیږي چې د دې خاورې خلک تر ټولو هوښیار او ځیرک خلک دي. افغانان په ډیره اسانۍ سره د داعش سطحی او ساده دسیسې او چلونه پیژني. دوی به د ملي ګټو، ثبات او د اسلام سپېڅلي دین ته د داعش سپکاوی او زیانونه هیڅکله هم هېر نه کړي او افغانان به هېڅکله د خوارج په ناوړه تبلیغاتو تیر نوځي. د داعش هغه ظلمونه چې په تېرو لسو کلونو کې یې هیڅ ډول لاسته رواړنه ندرلودله.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "خوارج یوه لسیزه وروسته په افغانستان کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*