
د اکسفورډ په پوهنتون کې د خوب د درملو پروفیسور کالین اسپي وايي: “کله چې خوب را نه شي، معمولا له بستره راوځم او بېرته بستر ته ځم چې سیسټم له سره بیا تنظیم کړم. لامل یې دا دی چې زما ذهن په یو څه بوخت وي. فکر کوم ډېری خلک دا حالت لري.”
پروفیسور اسپي بې خوبي داسې تعریفوي: “که یوه بده شپه په څو شپو بدله شي، بیا څو اونۍ یا ان درې میاشتې یا له دې هم ډېرې شي، موږ دغه حالت ته اوږد مهاله بې خوبي وایو.”
د سسېکس پوهنتون د ارواپوهنې پروفیسور ډاکټر فیټ اورچارډ وايي: “موږ معمولا د بې خوبۍ په اړه فکر کوو چې څنګه ویده شو، خو حقیقت دا دی چې بې خوبي له ویده کېدلو او له ویده پاتې کېدو سره تړاو لري. کله چې ځینې خلک په نیمه شپه کې وېښېږي او بیا د بېرته ویده کېدو هڅه کوي خو خوب نه ورځي او یا د سهار په لومړیو کې له خوبه پاڅې، چې بیا نه شي ویده کېدی، دغه وضعیت د بې خوبۍ ستونزه ښيي.”
ډاکټره ایلي هیر وايي، د بې خوبۍ نښې ډېرې عامې دي او نژدې ۵۰ سلنه خلک دا نښې تجربه کوي.
که تاسو له درېیو میاشتو ډېر، په اوونۍ کې له درېیو شپو ډېر خوب کولو کې ستونزه لرئ او ستاسو پر ورځني ژوند اغېزه کوي، باید ډاکټر ته ورشئ.
هغه وړاندیز کوي چې تاسو د دې ستونزې د حل لپاره له خپل سیمه ییز درملتون پیل وکړئ، بیا ډاکټر ته ورشئ، او په انټرنیټ کې د خوب د ښه کولو په تړاو له معتبرو سرچینو څخه هم مرسته ترلاسه کړئ.
په مغز کې څه پېښېږي چې د بې خوبۍ لامل کېږي؟
د ډاکټر اورچارډ په وینا، دوه بهیرونه له موږ سره د ویده کېدو او وېښېدو کې مرسته کوي. هغه وايي: “په دې بهیرونو کې د خوب هورمونونه شامل دي چې خوب هڅوي، او فشار او ستړیا چې د ورځې په اوږدو کې رامنځته کېږي. د ښه خوب لپاره، دا دوه پروسې باید له یو بل سره په همغږۍ کار وکړي. که دا همغږي ګډوډه وي، د بېلګې په توګه ، که موږ ماسپښین یا د شپې فکرونو وړي یوو او لنډه شېبه ویده شوي یوو، دا ښايي د خوب همغږي نه وي او ویده کېدل ډېر ستونزمنوي.
هغه زیاتوي: “هغه څه چې له بې خوبۍ سره پېښېږي، دا دي چې بهرني اړخونه یا لاملونه لکه فشار ممکن پکې دخیل وي.”

ډاکټره ایلی هیر وايي، ځینې ناروغۍ هم پر بې خوبۍ اغېز کولی شي: “زه نه وایم چې یو ځانګړی کس د بې خوبۍ د بېلګې په توګه یاد شي، خو موږ پوهېږو هغه خلک چې اوږدمهاله ناروغي یا اوږدمهاله درد لري له خوب سره ستونزې لري. “موږ پوهېږو چې بې خوبي زیاتره وخت د نورو اختلالاتو لکه اندېښنې، خپګان او د نورو رواني روغتیا ستونزو سره همغږې وي.”
پروفیسور اسپي وايي، عمر هم یو اغېزمن لامل کېدی شي: “د خوب سیسټم له عمر سره بدلېږي او د بدن بیولوژیکي ساعت سیسټم هم بدلون مومي. د خوب سیسټم د خوب په اندازې او ژورتیا پورې اړه لري، او د بدن د ساعت سیسټم د خوب په وخت پورې. د عمر له ډېرېدو سره خوب په طبیعي توګه یو څه وېشلی او ټوټه کېږي.”
که خوب نه شئ کولی، څه باید وکړئ؟
که په نیمه شپه کې له خوبه پاڅېږئ او بېرته ویده نه شئ، څه باید وکړئ؟
پروفیسور اسپي یې په اړه وايي، د خوب کولو هڅه، یو تناقض رامنځته کوي: “سهار خوا ته د خوب کولو لېوالتیا کمېږي او تاسو ښايي په فکر کولو پیل وکړئ، چې نه شئ کولی بېرته ویده شئ. دا فکر د خوب له دښمنانو دی. زما په اند هېڅوک، په زور نه شي ویده کېدای. یوازې تاسې کولی شئ خپله ویده شئ. کله چې تاسې د خوب کولو هڅه کوئ، ویښ پاتې کېږئ، چې دا خپله د ستونزې یوه برخه ده.
هغه وايي، که باور کوئ یا نه، غوره حل لاره دا ده چې پرېکړه وکړئ، ویښ پاتې کېږئ. تاسو کولی شئ له خوب سره مقاومت وکړئ او بیا په طبیعي توګه خوب درشي.
ډاکټر هیر هم وايي: “که له خوبه ویښږئ او پوه شئ چې بېرته نه شئ ویده کېدای، له خوبه پاڅئ او د نیم ساعت لپاره بل څه وکړئ، بیا ویده شئ.”
درمل څه مرسته کولی شي؟

ډاکټر هیر او پروفیسور اسپي په ټوله کې د درملو کارولو پلوي نه دي او وايي له بې خوبۍ سره د معاملې غوره لاره ‘د ادراکي چلند درملنه’ (سي ټي بي) ده. دا رواني درملنه له خلکو سره مرسته کوي چې د دوی د خپل فکر او چلند په بدلولو سره خپلې ستونزې حل کړي. دا تګلاره د بې خوبۍ درملنې لپاره یوه له غوره حل لارو ده.
ډاکټر هیر وايي: “د بې خوبۍ غوره درملنې لپاره چې شواهد یې هم شته د اروايي درملنه ده.” “دا لار له ۷۰ تر اتیا سلنې اغېزمنه ده، او دې سره خلک تر ۵۰ سلنې د خپلې بې خوبۍ بشپړ رغونه ګوري.”
ځینې خلک د مګنیزیم پر اغېزو ټینګ باور لري او وايي تر ویده کېدو مخکې یې خوړل د هغوی خوب ښه کوي. خو ډاکټر اورچارډ وايي، په دې برخه کې ډېرې څېړنې نه دي شوي او شته څېړنې لږ دي.
هغه وايي: “د مطالعې پایلې هغه څه دي چې موږ یې کوچنۍ اغېزې بولو او موږ د مګنیزیم تر کارولو وروسته په خوب کې لوی بدلون نه وینو. ځکه خو وایو چې شواهد قطعي نه دي.”
- څنګه پر بې خوبۍ او ذهني ناکرارۍ برلاسي شو۳۰ مرغومی ۱۳۹۸ – ۲۰ جنوري ۲۰۲۰
- څه وکړم چې له بې خوبۍ خلاص شم؟۲۳ زمری ۱۳۹۷ – ۱۴ اګست ۲۰۱۸
- ‘بې خوبي او ژر مړینه هېڅ تړاو نه لري’۲۶ لړم ۱۳۹۷ – ۱۷ نومبر ۲۰۱۸
مېلاتونین څه اغېزه کولی شي؟
دا درمل په ډېری هېوادونو کې له نسخې پرته ورکول کېږي. په داسې حال کې چې په ځینو هېوادونو کې د ډاکټر د نسخې له مخې ورکول کېږي.
ډاکټر هیر وايي: “د مګنیزیم مسله تر ډېره اغېز ته ورته ده، چې ځینې خلک رپوټ ورکوي ، ځکه خوب تر ډېره د تلقین تر اغېز لاندې راځي. له همدې امله، ډېری دا ضمیمه درمل د پلیسبو (درملو ته ورته) ځواکمن اغېز لري.
نور لامولونه یا شرایط چې پر خوب اغېز کوي

ځینې لاملونه لکه مینوپاز، الکول یا د شپې کار څنګه پر خوب اغېز کوي؟
ډاکټر هیر وايي، مینوپاز د مېرمنو لپاره خورا ستونزمن حالت کېدی شي، او دا کولی شي د دوی پر خوب اغېزه وکړي، دا چې دوی څومره وخت خوب کولی شي، د شپې څومره ویښ پاتې کېږي او خوب څنګه پاشلی او ټوټه ټوټه وي.
هغه زیاتوي “ډېری خلک د ژوند په دې پړاو کې د کوچنيو ماشومانو د پاملرنې او د دوی زړو میندو او پلرونو ته د پاملرنې دواړه مسولیت لري، چې کولی شي د فشار د ډېرېدو لامل شي.”
د الکولو په اړه، ډاکټر اورچارډ وايي، دا کولی شي د خوب جوړښت بدل کړي، په دې معنا چې موږ د خوب په مختلفو پړاونو کې څومره وخت تېروو.
هغه وايي: “الکول کولی شي پر نورو برخو هم اغېز وکړي، لکه تشناب ته د تګ اړتیا زیاتوي، دا عضلات هم سستوي، په خوب کې د خرېدا لامل کېږي او پر هورمونونو اغېز کوي”.
د شپې له خوا کار کول او د خوب د وختونو د ادراه کولو لپاره غوره دا ده چې تاسې په بېلابېلو وختونو کې کار وکړئ، ډاکټر هیر وړاندیز کوي “د خپل خوب اصلي ځای سم کړئ د بېلګې په توګه ، کله چې تاسې د شپې کار نه کوئ، او په خپل نورمال وخت کې خوب کولی شئ ، هڅه وکړئ خوب وکړئ، که د لنډ وخت لپاره هم وي او دا کمښت پوره کړئ.”
خو که د کوچنیانو د ویښېدو له امله مو خوب ګډوډ شي څه باید وکړئ؟
ډاکټر اورچارډ وايي: “د کوچنیانو مېندې او پلرونه د خپل خوب لپاره وخت ته اړتیا لري، مهمه دا ده چې هر کله مو فرصت وموند ویده شئ.”

هغه زیاتوي: “ځينې وخت تاسې اړتیا لرئ چې ویده شئ، او ډاډ ترلاسه کړئ، تاسې د خپل ځان او ماشوم ته د پوره پاملرنې لپاره کافي خوب کوئ. زه فکر کوم چې دا د هر چا لپاره لږ څه توپیر لري.”
خو د ټیلیفونونو، کمپیوټر یا ټابلیټونو روښنايي په اړه چې ښايي ویښ مو وساتي، ډاکټر اورچارډ وايي: “هغه څه چې موږ په تدریجي ډول زده کوو، دا دي چې د دغو وسیلو د روښنایي په پرتله ستونزه د هغه فعالیت په اړه ده چې موږ یې پکې ترسره کوو، که موږ ګرځنده ټیلیفون کاروو، له هغه سره د ارامۍ احساس کوو، دا به زموږ پر خوب لږ اغېز ولري.”
لومړی نظر وکړئ on "که د شپې خوب نه شئ کولی، څه باید وکړئ، حل لارې څه دي؟"