د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه یې په افغانستان کې ۱۰.۵ میلیونو مرستو ته اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې برابرې کړي دي.
دغه پروګرام د شنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د جرمني او سویس د هیوادونو له خوا د برابرو شویو دغو مرستو له لارې ماشومانو ته د تغذیي د برابرولو په ګډون د سیمه ییز اقتصاد د ودې او د ټولنو د اقتصادي پیاوړتیا سبب شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د ۱۰.۵ میلیونو کسانو ته په تیرو نږدې ۱۱ میاشتو کې د مرستو د برابرولو دا خبر په داسې حال کې ورکړی، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دي.
همدا د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۸(لیندۍ اتم) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په یو راپور کې ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د خوړو د ویشلو، روغتیايي خدمتونو او د سرپناه د چمتو کولو پروګرامونه د تړل کیدو د ګواش سره مخ شوي دي.
اوچا ویلي: “په افغانستان کې د خوړو، روغتیا، سرپناه او ساتنې په برخو کې حیاتي عملیاتي پروګرامونه د بودیجې د کمښت له امله د ګواښ سره مخ دي. پرته پر وخت د بودیجې د چمتوکولو بخراني حالت به لا خراب شي”.
ملګرو ملتونود روان ۲۰۲۴ کال په سر کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیلاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه، په داسې حال کې چې ددغه کال پای ته رسیدلو لپاره یوازې یوه میاشت پاتې ده، نړیوالې ټولنې ددې بودیجې شاوخوا ۴۰ فیصده برابره کړې ده.
ملګري ملتونه وايي چې د بودیجې د کمښت له امله دې ته اړ شوي چې میلیونو افغانانو ته د خوړو د برابرولو مرستې بندې کړي او هم له ۳۵۰ څخه زیات روغتیثايي مرکزونو دروازې وتړي.
ملګري ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د ۹.۲ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو دغه دغې ادارې ویلي چې ددغه دشمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانو ته د خمرستو برابرولو پروګرام یې ترتیب کړی دی.
د مرستې رسونې ادارې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو د علتونو په اړه وايي چې د نړۍ په نورو برخو کې د بشري بحرانونو په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې د ا.ا. د حکومت کړنې هم شاملې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش تیره میاشت ویلي وو، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ا.ا. د حکومت کړنې د نړیوالې ټولنې د مایوسۍ سبب شوي دي، چې دغه هیواد سره د مرستو پر راټولولو باندې یې هم اغیزه کړې ده.
د ملګرو ملتونوعمومي منشي ګوتیریش ویلي: “د نړیوالو مکلفیتونو پر وړاندې د حاکمو چارواکو [ا.ا. ] ناکافي موافقت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په برخه کې د سرچینو د متحرک کولو د هڅو پر وړاندې د یو دوامداره ګواښ په توګه پاتې دی.”
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) نومبر ۱۶( لوم ۲۶) د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي وايي چې د ا.ا. له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.
سیګار ویلي چې نړیوالې ټولنې د اکتوبرد میاشتې تر ۲۲ پورې په افغانستان کې ملګرو ملتونو ته یوازې ۳۷ فیصده برابره کړې وه.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د ا.ا. د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون نافذیدل پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو باندې نوي محدودیتونه لګوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اکتوبر ۲۲ (لړم اول) د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر پر وړاندې د ننګونو او خنډونو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې د ۱۷۳ لاسوهنو په اړه راپور ورکړی چې ۹۸ فیصده دغه لاسوهنې د ا.ا. د حاکمو چارواکو له خوا ترسره شوي دي.
اوچا ویلي چې د ا.ا د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱ ) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د مرستې رسونې په چارو کې یې د امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا ۴۷ دغسې لاسوهنې ثبت کړي دي.
لومړی نظر وکړئ on "خوړو نړیوال پروګرام: سږکال مو ۱۰.۵ میلیونو افغانانو ته مرستې برابرې کړي"