
سهیل افریدي: خیبر پښتونخوا باید لا افغان حکومت سره خبرو کې شامله وي
د خیبر پښتونخوا د سولې جرګه د ګوندونو د استازو او د قبایلو د مشرانو په ګډون د دغه ایالت په ولایتي پارلمان کې ترسره شوه.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په دغه غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په مستقیم ډول پر خیبر پښتونخوا اغېزه لري، نو باید هغوی هم د افغانستان سره د خبرو په بهیر کې برخه ولري.
سهیل افریدي و ویل: «موږ غواړو د خیبر پښتونخوا او افغانستان د خلکو ترمنځ چې ګډ ارزښتونه لرو، همغږي او همفکري رامنځته شي. که تاسو د خبرو او مذاکراتو په بهیر کې د خیبر پښتونخوا اغېزناک شخصیتونه په باور سره شامل کړئ او له هغوی ګټه واخلئ، دا بهیر به پیاوړي او رغوونکي پایلې ولري»
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د خبرو په بل برخه کې د افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه.
سهیل افریدي د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره شخړه او جګړه باید د مرکزي حکومت وروستۍ لاره وي.
هغه و ویل: «موږ غواړو د پاکستان ښې اړیکې له هغو ګاونډیو هېوادونو سره خرابې نه شي چې ورسره مو ښې اړیکې لرو. که فرض کړو د یوې مسئلې د حل لپاره داسې لاره وي چې جګړه پکې شامله وي، جګړه باید وروستۍ انتخاب وي.»
د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق هم په دغه غونډه کې له افغانستان سره د خبرو د دوام غوښتنه وکړه.
هغه بې له دې چې د چا نوم واخلي، خبرداری ورکړ چې ځینې کسان هڅه کوي افغانستان او پاکستان جګړې ته یوسي.
هغه و ویل: «هغه کسان چې د جګړې خبره کوي، غواړي جلالاباد او کابل ویجاړ شي، پېښور او اسلاماباد وران شي. که موږ او افغانستان شل کاله هم جګړه وکړو، هیڅ بریا به تر لاسه نه کړو او په پای کې به بېرته خبرو ته اړ شو.»
دغه غوښتنې د افغانستان او پاکستان د خبرو د دوام لپاره په داسې حال کې کېږي، چې د کابل او اسلاماباد د درېیم پړاو مذاکرات بېنتیجې پای ته رسېدلي، او د سیمې هېوادونه هڅه کوي دواړه لوري بیا د خبرو مېز ته کینوي، خو دا هڅې تر اوسه کومه نتیجه نه لري.
لومړی نظر وکړئ on "سهیل افریدي: خیبر پښتونخوا باید لا افغان حکومت سره خبرو کې شامله وي"