د داعش د خلافت تاریخی شرم

13
8

۱- داعش د ترهګرو، قاچاقبرانو، جهادي مفرور او بې کاره او بې کوره کډوالو په رحم کې د یوه ناقانونه تخم په توګه وده کړې او په دې وروستیو کې یې یوه مجله خپره کړې چې پکې د خپلو فعالیتونو لیست ترتیب کړی. وايي په لسو کلونو کې يې امت ته وياړ ورکړ، په لسو کلونو کې يې خلافت پلي کړ او په لسو کلونو کې يې ځوانان له ګمراهۍ څخه حق ته راوبلل.

۲- خو دغه ډله چې له ترهګرو او جګړه مارو څخه زیږیدلې ده په دې لس کلن ظلم کې د شرمه ډک لاس ته راوړنې لري چې د اسلامي امت لپاره د شرم ځای بلل کیږي.

۳ – داعش د خپل لس کلن کړکیچن شتون، په ترڅ کې داسې بدرنګه تاریخ جوړ کړ چې د نړۍ مسلمانان دریځ یې د زوال سره مخ کړل.
په خپل لس کلن ژوند کې یې په لسګونو زره کورونه او ودانۍ ویجاړې کړې.

په خپل لس کلن ژوند کې یې په لسګونو زره بې ګناه انسانان ووژل او د هغوی پاکې وینې یې تویې کړې.

په لس کلن ژوند کې د جنسي تیریو په ګډون په لس ګونو زره ماشومان او ښځي یې یتیمان کړیدي
په خپل لس کلن ژوند کې یې په لسګونو زره مسلمانان له دین څخه بې برخې او بې لارې کړل.

د خپل ژوند په لسو کلونو کې یې د اسلامي امت یوه برخه د تور بیرغ تر سیورې لاندې په ظلم اوستم کې ساتلې وه.

۴- دا او په سلګونو نور موجوده تاریخي اسنادونه، د داعش د لس کلن خلافت د دورې د ناخوالواو تریخ حقایق څرګندوي.
ایا دغو کړنو ته د ویاړ په سترګه لیدل کیږي؟ هیڅکله نه، دا ټول دشرم او ذلت بیلګې دي.

دا ناپاکه ډله نه یوازې د اسلامي نړۍ له خوا شړل شوې، بلکې د دوی له خوا هم کرکه شوې ده.

د افغانستان او نړۍ ګرانو مسلمانانو!
داعش د خلافت خراسان پروپاګند نړۍ ته افشا شوي
مهرباني وکړئ د دې بدمرغه ډلې په درواغو
او منافقتونو مه غولیږي،
ځکه دا تش په نامه ډله نور فزیکي شتون نلري.

داعش د #خلافت#

لومړی نظر وکړئ on "د داعش د خلافت تاریخی شرم"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*