داعش- سپورت او بد نیت

37
19

موږ ته لازمه ده چې د خپل ژوند په یوه شېبه کی په دې فکر وکړو چې د داعش په نوم ډلې په رښتیا د نړۍ د مسلمانانو لپاره څه کړي دي؟ په دې بحث کې باید د دین پر اصولو تکیه وسي او د فروعاتو هاخوا فکر ترسره سي. زه ډاډه یم چې د لږ ځنډ وروسته به دې نتیجې ته ورسیږئ چې په حقیقت کې د داعش ټولې کړنې مضری دي او تل یې د اسلامي هېوادونو له داخلي شخړو ګټه پورته کړې او یا خپله د اسلامي امت تر منځ د داخلي جګړو لامل ګرځیدلی دی. داعش د نړۍ ټول شیعه ګان کافر ګڼي او په سلو کې ۹۹ سنیان چې د څلورو مذهبونو پیروي کوي مقلیدین او مشرک ګڼي. سوال دا دی چی ددوی موخه څه ده؟ د اسلامي امت اتحاد له منځه وړل او له دننه څخه اسلامی ټولنه تخریبول.

په ورته حال کی، یو بله خورا خطرناکه دسیسه داعشیان پر مخ بیایی چی ډیر بد عواقب لري. هغه دا چی داعشیان په نړیواله کچه د ملکي وګړو په وړاندې د بریدونو د توجیه کولو لپاره په دوامداره توګه زموږ د دین نصوص په غلطه کاروی او تاوتریخوالی او قتل عام ته لمن وهی. بیا هم په دی کی ددوی هدف څه دی؟ د کرکې، غلط فهمۍ او زموږ سوله ییز دین ته د وحشت او دهشت نوم او رنګ ورکول دی.خو، الحمد لله داعشیان په دواړو جبهو کې سخته مات سوي دي.

دا مقاله څیړي چې څنګه داعش پدې وروستیو کې د سپورت په پیښو باندې برید کولو ته د اندیښنې وړ تمایل او تمرکز ښودلی دی. په داسې حال کې چې ددوی ټوله پلان سوی بریدونه نکامه سوی، خو، دداعش تبلیغاتي رسنۍ په ښکاره توګه د سپورت مهمې سیالۍ د تبلیغاتو په موخه په نښه کړي، چې موخه یې د اسلام د سپیڅلي دین په وړاندې ویره رامنځته کول دي. ځکه دوی دغه کارونه د اسلام تر نامه لاندی په ډیر شیطانی مهارتونو سره تر سره کوي.

د داعش ډلې د خراسان غږ مجلې په یوه لوبغالي کې د داعش ترهګرې ډلې د یوه وسله وال انځور له دې پیغام سره خپور کړی چې “چیری او کوم ځای یی غواړي؟” بیا وروستی ګول ووهئ!” او په دې انځور کې د جرمني د ټولو هغو ښارونو نومونه یاد سوي دي چې د اروپا د فوټبال ټولنې (UEFA) سیالیو کوربه وي.

په همدې توګه، د العادیات رسنیو غیر رسمي بنسټ (داعش) د ایفل ټاور په لور د ریموټ کنټرول ډرون عکس خپور کړ چې پری لیکل د انفرادی لیوانو لخوا “ډالۍ” . او تر څنګ یی بیا دینی موضوعاتو ته هم ځای ورکړی دی.

سربیره پردې، د داعش پلوه پروپاګند ډلو عکسونه خپاره کړي چې د ایفل ټاور په اور کی سوځی او تر مخ یی یو داعشی ترهګر ولاړ دی او څنګ ته یی لیکلی : د انتقام ګواښ ” که د الله رضا وه”. د دې انځورونو او پیغامونو موخه د ملکي وګړو په منځ کې ویره رامنځته کول او زموږ سپیڅلي دین ته د تاوتریخوالي نقاب ور اغوستل دي.



.هغه سپورتي پیښې چې داعش پرې تمرکز کړی یوازې سپورتي پیښې ندي
دا د ولسی ډیپلوماسۍ فرصتونه دي، دا هغه مجالونه دی چی د نړی خلک د خپل دین او کلتور د ودی لپاره خپل مثبت او ښه نقاط خلکو ته ور ښی خو داعشیان څه کوي؟ دا ګواښ کوي چې پر ملکي وګړو بریدونه وکړي او زموږ د دین له نوم څخه بده استفاده کوی تر .څو د اسلام ددین یو منفی انځور د خلکو په اذهانو کی هک کړي.

.د داعشی دغه هڅی چی زموږ دین به دوی بدنام کړای سی به هم د پخوا په ځیر هرومرو ناکامه کیږی – انشاالله


لومړی نظر وکړئ on "داعش- سپورت او بد نیت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*