داعـش خپل توطئه گر اور کی اچوی

20
9

Loading

داعـش په خپل لاس خپل توطئه گر ملاتړی د اور لمني ته واچوي

نن داعش ټوله سیمه، مشروعیت او په راتلونکي کې د سیمې د ساتلو توان له لاسه ورکړی دی. خو بیا هم دغه ډله د ترهګرۍ د دوام لپاره خپل ناوړه نیت نه دی پرېښی.

دوی اوس هغه مهاجر ځوانان چی د وطن څخه لری دی په چل او فریب استخدام کوي. دوی د ملکي خلکو د وژلو لپاره د جاهله ځوانان د چریکیانو په توګه کاروي. خو د داعش بی ظفیتی او کمزوری امنیتي پلانونه اکثرا دغه انفرادی بریدګر به سلو کی ۹۹ سلنه د ناکامی سره مخکوی او د مرګ سره یی مخ کوی.

او دا ترهګر تل نیول کیږي او د دوی دسیسې ناکامیږي. د نصیر احمد توحیدي په نوم یو افغان کډوال چې غوښتل یې د داعـش تر لارښوونې لاندې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس ولري، په دې وروستیو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې نیول سوی دی. یاد کس چې د امریکا د متحده ایالاتو د ټاکنو په ورځو کې یې د ولسي وګړو د ډله ییزې وژنې پلان جوړ کړی و، د خپل پلان له ترسره کولو وړاندې ونیول سو او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

داعش چې د ناکامو بریدونو اوږده سابقه لري، د قانون له منګولو نسی تښتیدلی. په ډیرو مواردو کې، داعش پوهیږي چې دوی نسي کولی له قانون څخه تیښته وکړي او د دوی خلک به ونیول سي. خو بیا هم د داعش د مشرانو د شومو اهدافو لپاره له دغو ناپوهو او جاهله ځوانانو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او د مرګ کندې ته اچوي. داعش ښه پوهیده چې نصیر احمد به نیول کیږي، زنداني کیږي او ژوند به یې د تل لپاره تباه کیږي. مګر بیا یی هم د هغه څخه خبره پټ کړی او هغه یی د مرګ کندی ته ټیل واستاوه. داعش خپلې ټولې نیمګړتیاوې او بی ظرفیتی له دغو ناپوهو ځوانانو پټوي او د داعش په شیطانی برنامو کی یی د ګډون لپاره غولوی. دا ځوانان خبر نه دي چې داعش له دوی څخه یوازې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او د دغو ناپوهو احمقانو امنیت او ساتنې ته هیڅ پام نه کوي.

باید وویل سي چې د مسکو په برید کې نیول سوي زیاتره دغه دوکه شوي تاجکستاني ځوانان او وروستی افغان مهاجر چې په امریکا کې نیول شوی هم د داعش د کمزوري امنیتي پلان پایله وه. داعـش د دغو کسانو له نیولو وروسته هغوی او کورنۍ یې خوشې کوي. په داسې حال کې چې د دغو خلکو اولادونه او کورنۍ په ابدي سختۍ او بربادۍ کې ژوند کوي، د داعش مشران په عیش او عشرت کې ښکیل دي او نور خلک غولوي او استخداموي.

داعش-خراسان، د داعش د خوارج څانګه چې ادعا کوي په افغانستان کې فعالیت کوي، د هغو ناپوهو خلکو لپاره چې د داعش په دروغجنو وعدو دوکه وي، له یوه جال پرته بل څه نه دي. د نصیر احمد توحیدي وروستي نیول چې په امریکا کې یې د داعـش– خراسان تر قوماندې لاندې د ډله ییزې وژنې پلان جوړ کړی و، دا ثابتوي چې هر هغه څوک چې له دغې ډلې سره یو ځای شي د ماتې، نیونې او ذلت برخلیک یې روښانه دی

: له داعـش سره یو ځای کېدل به نه یوازې ستاسو ژوند له منځه یوسي، بلکې ستاسو کورنۍ ته به په ټولنه کې بدنامي راولي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "داعـش خپل توطئه گر اور کی اچوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*