داع-ش د کابل په دشت برچي کې د پروني برید مسوولیت په غاړه واخیست

د خراسان ولایت داع-ش ډلې د کابل په دشت برچي کې د هغه برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې تېره ورځ د سورلۍ په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وشو.

ا.ا. ویلي وو، چې په دغه برید یو تن وژل شوی او ۱۱ ټپیان شوي.

په کابل کې د ا.ا. د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي و، چې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي.

داع-ش وسله والې ډلې تر دې وړاندې هم د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی وو.

خالد ځدران ویلي، چې دغه پېښه په یوه مساپر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مساپر وړونکی موتر څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.

دا له ځنډ وروسته بیا د کابل په لوېدیځ کې د ولسي خلکو پر موتر برید دی، چې کابل ښاریانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، تر دې وړاندې به دا ډول بې شمېره بریدونه کېدل چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.

داع-ش په کابل کې د تېرې ورځې د برید مسوولیت یوه ورځ وروسته له برید څخه په غاړه واخیست.

د ا.ا. حکومت وايي، داع-ش ډله یې په افغانستان کې له پښو غورځولې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داع-ش د کابل په دشت برچي کې د پروني برید مسوولیت په غاړه واخیست"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*