له بغـلان ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې وسله والو کسانو د سې شنبه په شپه د ا.ا. یو ملاتړی ملا په مرکزي بغـلان ولسوالۍ کې وواژه او یو بل یې ټپي کړی دی.
داع/ش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، وژل شوی کس چې عبدالرزاق نومېده د یوه جومات ملا امام او د یوې دیني مدرسې استاد و او ټپي شوی کس چې حمدالله محمدي نومېږي د مرکزي بغـلان ولسوالۍ اما جمعه وو.
د راپورونو له مخې، د ټپي شوي ملا وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې داعش ډلې د ا.ا. ملاتړي ملایان په نښه کړي دي، تر دې وړاندې هم دغې ډلې په ا.ا.پورې اړوند مذهبي څېرې په کابل او ولایتونو کې ترور کړي دي.
داع/ش په ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې هم د ا.ا. یو پېژندل شوی مفتي مولوي شېخ رحیم الله حقاني په کابل کې وژلی وو.
په افغانستان کې د داع/ش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو د ا.ا. په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مکال تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې د ا.ا. تر واک لاندې افغانستان کې داع/ش بیا سر راښکاره کړی.
مکال وایي، د ټرمپ اداره چې ډېر ژر به خپل کار پیل کړي، باید د داع/ش خراسان مخ په زیاتېدونکی ګواښ جدي ونیسي او پر وړاندې یې اقدام وکړي.
اخوا، د نړۍوالو خپلواکو بنسټونو راپور ښيي، چې داع/ش په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو او په خپلو لیکو کې د خلکو جذبولو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په خپل راپور کې ویلي، چې داع/ش ان د ا.ا. په امنیتي ادارو کې هم نفوذ کړی دی.
ا.ا. چارواکو بیا په مستقیمه توګه په ځلونو یادونه کړې، چې په افغانستان کې یې داع/ش ډلې ته ماته ورکړې او له دې اړخه هېڅ یوه هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.
لومړی نظر وکړئ on "داع/ش په بغـلان کې د ا.ا.د دوو ملاتړو ملایانو د مرګژوبلې مسوولیت پر غاړه واخیست"