داع/ش کابل کې پر خلیل الرحمان حقاني باندې د برید مسوولیت په غاړه واخیست

د اسلامي دولت (داع/ش) خراسان څانګې په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت چې په کې د ا.ا. د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني په ګډون یو شمیر کسان مړه او ټپیان شو په غاړه اخیستی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) د داع/ش د تبلیغاتي چينلونو په حواله ویلي چې دا برید د دغې ډلې د یو ځانمرګي بریدګر له خوا شوی دی.

خلیل الرحمان حقاني چهارشنبې د ورځې ماسپښین مهال د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په انګړ کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ا.ا. د حکومت د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) له غرمې وروسته د “خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې” وژل شوی دی.

د ا.ا. د حکومت په اعلامیه کې د حقاني وژنه “لویه ضایعه” ګڼل شوې او ویل شوي چې “دسیسه جوړونکي” نشي کولای “په دې ډول بزدلانه عمل” د ا.ا. د حکومت پر وړاندې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

ا.ا. په عمومي توګه د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت (داع/ش) ډلې وسله والو ته کاروي.

خلیل الرحمان حقاني د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني کاکا وو. هغه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د ا.ا. د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوې و.

د ا.ا. د حکومت ځینو چارواکو د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ټاکل شوې د خلیل الرحمان حقاني جنازې لمونځ به د پنجنشبې په ورځ د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د سراني کلي کې د غرمې وروسته په دوه بجو ادا شي.

برید ته غبرګونونه

کابل کې د چهارشنبې د ورځې برید چې په ترڅ کې یې د ا.ا. د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني په ګډون لږ ترلږه څلورتنه ووژل شو د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو، هیوادونو او ځینو افغان شخصیتونو غبرګون ښودلی او ددغه برید د غندنې ترڅنګ یې د حقاني کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما” د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲(لیندۍ ۲۲ ) په یوه اعلامیې کې د ا.ا. د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست باندې برید چې په کې د خلیل الرحمان حقاني په ګډون څو ا.ا. چارواکي ووژل شو غندلی دی.

یوناما ویلي: “یوناما د افغانستان د حاکم حکومت د کډوالو اوستنیدونکو وزارت [ ا.ا. ] کې برید چې له امله یې ددغه وزارت سرپرست په ګډون څو تنه ووژل شو او یو شمیر ټپیان شو غندي. د ثبات د ټینګیدو په هڅو کې تروریزم ته هیڅ ځای شتون نلري. مونږ مصیب ځپلو کورنیو ته خواخوږي وړاندې کوو”.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) په جده کې د خپل دفتر څخه په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ا.ا. د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحممان حقاني باندې ځانمرګی برید غندلی او د قاون منګلو ته د پیښې د عاملینو د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان ددې پیښې د قربانیانو د کورنیو غړو سره خواخوږي ښودلې ده. په دې اعلامیه کې ویل شوي: ” اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان ویلي چې دا ډول بریدونه د افغانستان د ټولنې امنیت او خوندیوتب کمزوری کوي او د هغو ډلو له منځه وړلو غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي رامنځ ته کولو وړتیا لري او دا ډلې د دغه هیواد د امنیت د بې ثباتۍ سبب ګرځي”.

همداشان په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم د ایکس پر خپله پاڼه دا برید غندلی دی. په دغه پیغام کې ویل شوي: مونږ په کلکه د تاوتریخوالي د اقداماتو غندنه کوو.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ایکس په پاڼه ددې برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې دا ټولنه په افغانستان کې د تاورتریخوالي اقدامات غندي: “مونږ د کډوالو او ستنیدونکو چارو پر سرپرست وزیر باندې د تاوتریخوالي ډک برید چې د څو تلفاتو سبب شو غندو”.

کابل کې د قطر سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د خواخوږۍ په خپور کړي پیغام کې ویلي چې قطردا برید په کلکه غندي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: “د بهرنیو چارو وزارت د قطر د دولت قوي دریځ تکراروي چې د هرډول اهدافو او دلایلو له مخې د سیاسي وژنو په ګډون تاوتریخوالی، تروریزم او جنايي اقدامات ردوي “.

همداشان سعودي عربستان هم دا برید غندلی دی. په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت له خوا د خواخوږۍ په دغه خپور شوي پیغام کې د برید د غندنې او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویل شوي: “سعودي عربستان د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.”

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړي استازي محمد صادق په جلا جلا پیغامونو کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

محمداسحاق ډار ویلي: “موږ د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني پر مړینه او نن په کابل کې د افغانستان د کډوالو چارو په وزارت کې د یو تروریستي برید په پایله کې د ځاني زیانونو له امله په ژوره توګه خواشیني یو او د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. “

همداشان د پاکستان ځینو سیاسي مشرانو هم دا برید غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم دا برید تروریستي برید ګڼلی او غندلی دی. همداشان کابل کې د ترکیې سفارت هم په یو پیغام کې دا برید غندلی او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د کابل د چهارشنبې د ورځې ځانمرګي برید ته د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د افغانستان د ملي پخلاینې د پخوانۍ عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په جلا جلا پیغامونو کې ذدا برید په سختو ټکو غندلی دی.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي ویلي: “په ډیرې خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې د یوې چاودنې له امله د دغه وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمیر نور هېوادوال شهیدان شوي.”

د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله ددې برید د غندنې او د پیښې قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ ویلي چې خلیل الرحمان حقاني د افغانستان د یوې با نفوذې جهادي کورنۍ غړی وو چې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلنو کې یې ددغو ځواکونو پر وړاندې په مبارزه کې مهم رول لوبولی وو.

خلیل الرحمان حقاني د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني کاکا وو. هغه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د ا.ا. د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوې و.

دا په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې تر ټولو لوړپوری چارواکی دی چې په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ا.ا. د بلخ ولایت د والي په ګډون څو تنو لوړو پوړو چارواکو په امنیتي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خلیل‌الرحمان حقاني، د حقاني شبکې د بنسټ ایښونکي جلال‌الدین حقاني ورور دی، هغه ډله چې د متحده ایالاتو له لورې د ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمن حقاني د نړیوال ترهګر په توګه وپېژند او د هغه پر سر یې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام ټاکلی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داع/ش کابل کې پر خلیل الرحمان حقاني باندې د برید مسوولیت په غاړه واخیست"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*