درواغجن خوارج

درواغجن خوارج

  د "خراسان غږ" په ورستی ګڼه کې د ابو الخطاب په نوم له یوه فرانسوي ترهګر سره چې د فرانسې په یوه زندان کې د افراطیت په تور نیول سوی، مرکه بیا خپره  او روښانه سوی ده.
دا مرکه چې په لومړي ځل د داعش د البیان راډیو کې خپره سوی وه ، د داعش سره د ابو خطاب د یو ځای کیدو د سفر جزئیات وړاندی کوي.
ابو الخطاب ادعا کوي چې هغه د فرانسې په یوه زندان کې افراطي سوی او وروسته له هغه د "اسلامي دولت" سره یوځای سوی دی.
زندانونه مجرمینو ته د عادي ژوند کولولپاره دویم فرصت دی، مګر داعش په دی دیوالونو کی را ګیر بندیانو څخه ګټه پورته کوی. دوی دا بدبخته خلک د ښه ژوند لپاره له دوهم چانس څخه محروموي او د دوی سختۍ د مسلمانانو د ګواښلو په اسبابو بدلوي. په دې توګه، داعش له نا هیلو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او په ښکاره توګه ښيي چې دوی زموږ له دین او عقیدې سره هیڅ تړاو نه لري.
ابو الخطاب ادعا کوي چې د داعش سره د یوځای کیدو لپاره یې سفر د دعا او ذکر په پایله کې ترسره سو او پرته له کومې ستونزې یی دغه پړاونه تیر کړی. حقیقت دا دی چې داعش غواړي خپل ذلت، افلاس او عملیاتي ناکامی په دیني او مذهبي استدلالاتو سره پټ کړي.
برسېره پردې، داعش دغو خلکو ته په درواغو د روزنې د کمپونو، عسکری مهارتونو او د دیني زده کړو د فرصت وعدی ورکوی او په دی سره نورو خوارجو او یاغیانو ته لاس رسی پیدا کوی. حقیقت دا دی چې دا ټول تبلیغات هغه دام دی چی هیڅ د سالم عقل لرونکی باید پکښی را ګیر نسی. د دې پروپاګند په کارولو سره، داعش ناپوه او نالوستي خلک د بارتو په څیر استعمالوی.
د داعش تخیلی خلافت د ورانکاری پر باورونو ولاړ دی چې د داعش پلویان یې د یوې رنګینې خیالي ټولنې په توګه انځوروي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "درواغجن خوارج"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*