اغاخان بنسټ په بدخشان کې د ناصر خسرو د مقبرې د بیارغونې چارې پیل کړې

د هېواد د نومیالي شاعر، ادیب او لیکوال ناصر خسرو بلخي مزار؛ چې ویل کېږي د څلورمې او پنځمې سپوږمیزې پېړیو پرمهال یې ژوند کاوه د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې موقعیت لري. اغاخان

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، ددغه مزار د جوړولو چارې د اغا خان بنسټ له لوري پیل شوې دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله امیري و ویل: «له نېکه مرغه د وخت په تېرېدو سره، زموږ هڅو پایله ورکړه، د ناصر خسرو مقبره د اغاخان بنسټ له لوري رغول کیږي او ان شاالله درې میاشتې وخت به ونیسي.»

بدخشان کې کلتوري فعالان د ناصر خسرو بلخي مزار رغولو له چارو هرکلی کوي، خو ددغه ولایت د نورو تاریخي آبدو او سیمو د رغونې او ساتنې باندې ټینګار کوي.

د بدخشان کلتوري فعال، احمد نبیل قاضي زاده و ویل: «هیله من یو چې حکومت د بدخشان له ټولو تاریخي ابدو ساتنه وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې تخریب یې کړي.»

فرهنګي فعال، محب الله حیرت وايي: «موږ د ناصر خسرو د مقبرې د مرمت د کار له پیله هرکلی کوو. زموږ غوښتنه دا ده چې نورې تاریخي ابدې هم جوړې شي.»

د ناصر خسرو بلخي مزار د یوې ډبرینې تپې پر سر موقعیت لري، چې شاوخوا یې د جګړو، ورښتونو او نورو طبیعي پېښو له امله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی او تر دې وړاندې یو شمېر فرهنګیانو او د سیمې اوسېدونکي ددغه مزار د بیارغونې غوښتنه کړې وه.

د بدخشان کلتوري فعال، احمد نبیل قاضي زاده و ویل: «هیله من یو چې حکومت د بدخشان له ټولو تاریخي ابدو ساتنه وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې تخریب یې کړي.» اغاخان

فرهنګي فعال، محب الله حیرت وايي: «موږ د ناصر خسرو د مقبرې د مرمت د کار له پیله هرکلی کوو. زموږ غوښتنه دا ده چې نورې تاریخي ابدې هم جوړې شي.»

د ناصر خسرو بلخي مزار د یوې ډبرینې تپې پر سر موقعیت لري، چې شاوخوا یې د جګړو، ورښتونو او نورو طبیعي پېښو له امله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی او تر دې وړاندې یو شمېر فرهنګیانو او د سیمې اوسېدونکي ددغه مزار د بیارغونې غوښتنه کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اغاخان بنسټ په بدخشان کې د ناصر خسرو د مقبرې د بیارغونې چارې پیل کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*