د اروپايي پارلمان مشره وايي، د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې افغانې ښځې بریالۍ دي

د اروپا د پارلمان مشرې روبرټا میټسولا د سې شنبې په ورځ د دغه پارلمان ناستې ته یو شمېر افغانې مېرمنې وربللې وې.
هغې له دغو افغانو فعالو ښځو سره په خبرو کې د خپلو حقونو لپاره د هغوی د مبارزې ستاینه کړې او ویلي یې دي: «ستاسو مبارزه به له پامه نه غورځول کیږي.»

د اروپا پارلمان یو شمېر افغانې ښځینه فعالانې د سې شنبې په ورځ (وږي ۲۷مه) خپلې غونډې ته ور بللې وې.
په هغه انځور کې چې د اروپايي پارلمان مشرې روبرټا میټسولا په خپله ایکس پاڼه خپور کړی، څرګندیږي چې په دې غونډه کې شکریه بارکزۍ، پروانه ابراهیم خېل، پرستو یاري، فرح القا اونچي‌زاده، فرزانه کوچۍ او تهمینه سالک ګډون کړی وو.
هغې واندې لیکلي. د ویاړ ځای دی چې افغانې فعالې ښځې د خپلو حقونو (عزت، ازادۍ او برابرۍ) لپاره په ګډه او پر ځای مبارزه کوي.
د اروپایي پارلمان مشره وايي، دا مهال پخوانۍ وكيلانې، سناتورانې، ديپلوماټانې، ډاكټرانې، لوبغاړې او فعالانې له ښځو او نجونو سره په افغانستان کې د ا.ا.د ظلم، شکنجو او پرې د بې شمېره بندیزونو پر وړاندې ولاړې دي.
هغه وايي، اروپايي پارلمان له افغان ښځو سره د مبارزې دغه غږ په ګډه بدرګه کوي.
څو ورځې وړاندې په البانیا کې افغانو مېرمنو په یوې درې ورځنۍ ناسته کې یو پرېکړه لیک خپور کړ، چې په کې راغلي و، د افغانستان د ښځو اوسنی وضعیت چې له سیاسي مشارکت څخه اېستل شوې، سیاسي او مدني بې باوري رامنځته کړې ده.
د افغانو ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري نن چهارشنبه په خپله ایکس پاڼه په البانیا کې د افغانو ښځو وروستۍ ناستې ته په اشارې ویلي، د ا.ا.د سختو تګلارو په وړاندې د افغانو ښځو ګډه مبارزه دا ښيي چې ټول یې له حقونو د دفاع په برخه کې ځواب ووايي.
واک ته د ا.ا.له رسیدو وروسته له تېرو درېیو کلونو راهیسې ا.ا.افغانې مېرمنې او نجونې له ټولو حقونو په ځانګړې توګه له سیاسي او مدني مشارکت، ازادۍ، کار، لوړو زده‌کړو او ښوونځیو منعه کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اروپايي پارلمان مشره وايي، د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې افغانې ښځې بریالۍ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*