د ازبیکستان استازی د پاکستان له سفیر سره پر افغان – ټرانس پروژې غږېدلی دی

افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف تاشکند کې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې پر روان وضعیت او د افغانستان اړوند دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د اړیکو او لېږد پر پروژو په ځانګړې توګه پر افغان- ټرانس وسپنې پټلۍ خبرې کړې دي. 

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت هم د افغان ټرانس پروژې د پلي کولو لپاره د پانګونې د جلبولو هڅې د سرپرست حکومت له کاري لومړیتوبونو ګڼي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب و ویل: « د افغان-ترانس پروژه د سوداګرۍ پیاوړتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د اقتصادي بنسټونو د پراختیا لپاره کلیدي رول لري. دا پروژه د یو ترانزیټي دهلیز په توګه افغانستان له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، چین او ترکمنستان سره نښلوي او د نړۍوالې سوداګرۍ د پراختیا لپاره ډېره ګټوره ده.»”

ځینې کارپوهان بیا وایي، که د افغانستان په خاوره کې د وسپنې پټلۍ دغه ستره پروژه پلې شي، د افغانستان اقتصاد به بدلون ومومي او پاکستان او ازبیکستان لپاره به هم ګټوره وي. 

د کابل د صنعتکارانو د ټولنې رییس، عبدالجبار صافي و ویل: «د اورګاډي له لارې نښلېدل د وارداتو او صادراتو لګښتونه کموي، او موږ کولای شو په نړۍوالو بازارونو کې غوره ځای ومومو او له دې لارې ګټه واخلو.»

اقتصادي کارپوه، ذبیح‌الله اسلامي و ویل: « افغانستان به د دې پروژې له لارې پر یوه ټرانزیټي مسیر بدل شي. دا اورګاډی به د ازبیکستان او پاکستان ترمنځ د توکو د لېږد په برخه کې اسانتیا برابره کړي او افغانستان ته به ګڼې اقتصادي ګټې ولري چې، کولی شي د هېواد اقتصادي د ثبات په برخه کې مرسته وکړي.»

د افغان-ټرانس پروژه چې افغانستان، پاکستان او ازبیکستان د وسپنې پټلۍ له لارې سره نښلوي، د پلي کېدو لګښت یې ۵ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ازبیکستان استازی د پاکستان له سفیر سره پر افغان – ټرانس پروژې غږېدلی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*