
د استانبول ډوموټکس نندارتون کې د افغانستان غالیو لومړی مقام ګتلی
د استانبول په ډوموټکس نړۍوال نندارتون کې د نړۍ د ۱۹ هېوادونو له ډلې افغاني غالۍ د غوره جوړښت له پلوه لومړی مقام خپل کړی.
د غالۍ د غوره جوړښت جایزه د افغانستان د غالیو یوه تولیدي شرکت ته ورکړل شوې؛ هغه بریا چې یو ځل بیا یې د نړۍ په کچه د هېواد د غالیو نوم پورته کړی.
د یاد شرکت مسوول، صدیق قریشي په دې اړه وویل: «په دې نندارتون کې شاوخوا له ۵۰ هېوادونو خلک د لیدو لپاره راغلي وو او زه ډېر خوښ یم چې دا د ویاړ جایزه مې د افغانستان په نوم ترلاسه کړه.»
د افغاني غاليو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنه دا بریا د هېواد د غالۍ صنعت د پراختیا لپاره مهمه لاسته راوړنه ګڼي.
د افغاني غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنې رییس، عبدالله رحمان قُل وايي: «یو شمېر شرکتونه چې دلته یې ګډون کړی و، د افغانستان یو له غوره ډیزاینونو جایزه وګټله، دا د هېواد د غالۍ سکتور لپاره یوه ډېره ښه موضوع ده، مخکې هم جایزې ترلاسه شوې وې او موږ باید پر نندارتونونو ډېر کار وکړو.»
په همدې حال کې د غالۍ یو شمېر صادرونکي او پلورونکي وايي چې له دې بریا سره سره، لا هم د ویزې، بانکي نظام او بازار ته د لاسرسي برخو کې ستونزې شته.
دوي د دغو ستونزو د حل لپاره د مسوولینو د لا ملاتړ او همکاریو غوښتنه کوي.
د غالیو صادرونکي، عبدالمنان حیدري وویل: «اوس مهال د پاکستان لاره بنده ده او قالینې په مستقیم ډول نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ترکیې ته صادرېږي، کله چې موږ شمېرې ګورو، دا ښيي چې زموږ صادرات زیات شوي دي او دا زموږ لپاره ډېره ښه خبره ده.»
د غالیو یوه بل افغان صادروونکي، عبدالرووف وویل: «زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې کله موږ په نندارتونونو کې برخه اخلو، مالیه راکمه کړي او له لاسي اوبدل شوو غاليو څخه کمه مالیه واخلي، موږ په راتلونکو ورځو کې د هند نندارتون ته ځو او هغوی له موږ څخه مالیه غوښتې ده.»
په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تیر زیږدیز کال کې یو شمېر ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د څه باندې ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت درې زره او ۸۱۸ ټنه غالۍ او ګیلمونه صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: «د ۲۰۲۵ میلادي کال په اوږدو کې د قالینو او ګلیمونو صادراتو پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، امریکا، چین، ازبکستان، ایټالیا، هالند، جرمني، قزاقستان او هند ته ترسره شوي دي.»
د استانبول د ډوموټکس نړۍوال نندارتون په نړۍ کې د غالۍ له غوره نندارتونونو څخه شمېرل کیږي چې هر کال د بیلابیلو هېوادونو د غوره تولیدونکو کوربه وي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې دا دویم ځل دی چې د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو شرکتونه د استانبول په ډوموټکس نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د استانبول ډوموټکس نندارتون کې د افغانستان غالیو لومړی مقام ګتلی"