د استعدادونو د ودې په موخه پلازمېنه کابل کې هنري پروګرامونه

کابل کې یوه ښوونیز مرکز د سلو نجونو زده کوونکو ترمنځ د نقاشۍ هنري سیالۍ په لاره واچولې. 

د ښوونیز مرکز مسوولین وایي، له دغې سیالۍ یې موخه د استعدادونو وده او نندارې ته د ځینو اثارو وړاندې کول دي.

د سیالیو جوړونکي، سید حسن محسني و ویل: « دغه سیالۍ چې موږ جوړه کړه، د شاګردانو شمېر پکې ۱۰۰ تنه وو، موخه یې هم د زده کوونکو هڅونه او ټولنه کې د هنر پراختیا وه.»

د سیالۍ یو شمېر ګډونوالې بیا د دغه ډول پروګرامونو د ډېرېدو غوښتنه کوي. 

دوی دغه راز له اسلامي امارت غواړي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

د سیالۍ ګډونوالې، سکینې وویل: « دغه سیالۍ کې مې ځکه ګډون وکړ څو ځان و ازمایم چې کومه کچه کې یم، او څومره پرمختګ مې کړی دی.»

یوې بلې ګډونوالې، رحیمې هم و ویل: « دا چې نقاشي مې شروع کړې علت یې دا دی چې غوښتل مې خپله ستړیا او خفګان لرې کړم، په کور کیناستل ډېره سخته ده.»

له دې سره هم مهاله د پلازمېنې کابل په یوه بله برخه کې هم یو د ښوونیز بنسټ له لوري نجونو ته د نقاشۍ اووه ورځنی سیمنار پیل شوی.

د سیمنار جوړونکی، سید انور په دې اړه وایي: « د دغه پروګرام موخه د ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو په منځ کې د انګیزې رامنځته کول دي. تر ۱۲۰ ډېرو کسانو دغه پروګرام کې ګډون کړی چې خپل هنرونه یې نندارې ته وړاندې کړل.»

د سیمینار ګډونوالې، سحر هم و ویل: « له اسلامي امارته غواړم څو دغه ډول ځایونه زیات کړي، څو موږ وکولای شو د یو کار په وسیله د خپلې ټولنې ملاتړ وکړو.»

وروسته ترهغې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې؛ ډېرو نجونو نقاشۍ، رسامۍ، ګلدوزي، قالینو اوبدلو، خطاطۍ او ګڼو نورو هنرونو ته مخه کړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د استعدادونو د ودې په موخه پلازمېنه کابل کې هنري پروګرامونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*