د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي ویلي دي چې دغه پلاوی له افغان حکومت سره د ښځو پر کار او زده کړو خبرې کوي.
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها ویلي دي چې د اسلامي فقهې له نړېوالې ټولنې سره په همغږۍ افغانستان ته پلاوی استوي، څو افغان حکومت د ښځو پر کار او زده کړو «قانع» کړي.
نوموړي په موریتانیا کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي دي چې ځانګړي استازي یې تر دې وړاندې هم طالب چارواکو ته د ښځو د زده کړو او کار پر پریکړي له سره د کتنې پيغام رسولی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان یا OIC پر ټویټر پاڼه د طاها له قوله لیکل شوي: «د اسلامي همکاریو سازمان غړي هيوادونه د بشر دوستانه مرستو په کچه له افغانستانه ملاتړ ته ژمن دي او دا مهمه ده چې د افغانستان اوسني واکمنان د ښځو د کار او زده کړو په اړه پر خپلو پریکړو له سره کتنه وکړي.»
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي غونډه پرون پنجشنبې (۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۶) په موریتانیا کې پيل شوې چې نن جمعه هم دوام کوي.
سعودي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې؛ افغان حکومت دې د حکومت لمن پراخه کړي’
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم طاها’ وايي په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامي دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او طالب چارواکو سره د اسلام له نظره د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.
نوموړي چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي د خپل استازي له لارې یې له افغان حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې لا ډېرې هڅې وکړي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر بیا دې غونډې ته وینا کې له افغان حکومت وغوښتل چې ټول سیاسي لوري حکومت کې شریک او نړیوال دود او دستور مراعات کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹ غونډه پرون پنجشنبه موریتانیا کې پیل شوه.
د دې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې د افغانستان مسلې ته هم ځای ورکړ شوی.
اسلامي همکاریو سازمان هم لکه د نورو هېوادونو او سازمانونو په څېر د افغان د حکومت استازی نه دی منلی.
د غونډې پر لومړۍ ورځ د دې سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم’ افغانستان ته د خپل استازي وروستي سفر ته په اشارې وویل چې له افغان حکومت غوښتل شوي چې د نجونو او ښځو په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.
هغه وویل “د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت او د اجرایوي کمیټې د پرېکړو تطبیق له نږدې څاري. زما ځانګړی استازی طارق علي بخیت تېره اونۍ افغانستان طالب چارواکو ته ویلي چې د بشري مرستو لړ کې به ملاتړ دوام ولري او دا چې افغان حکومت دې د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. دغه راز دې د هر ډول ترهګرۍ پرضد لا ډېرې هڅې وکړي.”
خو هغه وویل طالب چارواکو د تعلیمي نصابونو بیا کتنې او د نجونو د زدکړې لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره د نور وخت غوښتنه کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان مشر په ټينګار وویل چې دغه سازمان به د زدکړې او کار برخه کې د اسلام له ارزښتونو سره سم د افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي افغانستان د دیني عالمانو د یوه لوی پلاوی د استولو خبر هم ورکړ.
هغه وویل “موږ به افغانستان کې اړونده چارواکو سره خبرو او خپلو هڅو ته دوام ورکړ. د اسلامي فقهې نړیوال مرکز سره په همغږۍ به د عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي چې د ښځو د زدکړې او کار په برخه کې د اسلام د دریځ په اړه خبرې وکړي.”
له دې سره د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر ‘فیصل بن فرحان’ دې غونډې ته وینا کې ټينګار وکړ چې افغان حکومت دې د حکومت لمن پراخه کړي او نورې سیاسي ډلې دې په واک کې شریکې کړي.
هغه وویل “شاهي دولت د افغانستان د امنیت او ثبات پر اهمیت او د هر ډول ترهګرۍ پر غندلو ټينګار کوي. په افغانستان کې چارواکي هڅوو چې ټول لوري سره را ټول، نړیوال نورمونه او کانوانسیونونه مراعات کړي او هغو اساسي حقونو ته درناوی وکړي چې اسلام خلکو ته ورکړي دي.”
د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زدکړې برخه کې د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کوي چې د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ هم د نجونو پر زدکړو د بندیز د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
سیف دی چلډرن یوه بیان کې ویلي که افغان حکومت د نجونو پر زدکړه بندیز لېرې نه کړي نو افغانستان کې به بې وزلي او په کم عمر د نجونو ودول زیات شي.
د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیم کال په څو ورځو کې په پيلېدو دی.
خو داسې نښې نښانې نه ښکاري چې افغان حکومت دې د نجونو پر زدکړه لګولی بندیز لېرې کړي.
ممنون خدمت همکاری و سازمان افغانس تان.
داسلام له دين نا خبره دى
عربستان صعودی
بايد اسلامي امارات دانجونو زدکړي ځاي ورته برابر ګړي او دهغوي زدکړي ظمينه برابر ګړي ترڅو اوکولي شي افغان انجوني زدکړي اوکي او افغانستان بيوزلی نه خلاص شي
د کار په لته
مننه کووداسلامی همکاریوسازومان څخه چی دافغانستان بیوزله اولس سره همکاری کوی
زه موږ خلک هیڅکله کمک نه اخستل شويم..؟
سلام اسم من سیف الله رسولی است من محصل رشته اقتصاد سمستر هشتم استم در کابل زندگی مي کنم ۲۱ ساله استم من نیاز به کار دارم و علاقه مند استم تا با شما کار کنم کار کردن با شما باعث افتخار من است
زه عواړم چې په دی بست کې دا یوې ټولنی ته داسی حدمت وکړم چې خپل کار نتیجه می تاریخ پاڼوته جګه شی
نطر من برای شما مهم است پس من نیاز به کمک دارم همه مردم من نیاز به کمکم دارن شما بر من کمکم کنین و من به مردم چون خداوندمتعال یکی را بر دیگر وسیله میسازه
نظر من برای شما مهم است پس من نیاز به کمک دارم همه مردم ما نیاز به کمک داریم شما بر من کمکم کنین و برای مردم چون خداوندمتعال یکی را بر دیگر وسیله میسازه
نظر من برای شما مهم است پس من نیاز به کمک دارم همه مردم ما نیاز به کمک داریم شما بر من کمکم کنین و برای مردم کمکم چون شرایط کشور ما وظیعت اقتصاد مردم بسیار وخیم هست چون یکی را بر دیگر وسیله میسازه
Accountant
Whatsapp 0770003432
Rahmatullah rahmani
خبرنگارهستم
محترم زیات مشکل زمونږ داده چی چی مونږ اقتصادی مشکل لرو او ورسره مهم خبره داده چی موګ نشوکولی چی خپل غږ اوچت کړو زکه چی موک په یوه یره کی موقیعیت لرو خاص کردجینکو دمکتبونو په خلاف موږ غږ نشو پورته کولی