د اسلامي همکاریو سازمان تر راتلونکې یوې اوونۍ، د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې د ښځو د زدهکړو په تړاو غونډه جوړوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ ټاکل شوې چې، په دغې غونډه کې «په اسلام کې د ښځو د زدهکړو پر مقام او ځای ځایګي» بحث وشي.
د اېکسپرس ټرېبیون په راپور کې راغلي:«په داسې حال کې چې، د کنفرانس کره اجنډا پټه پاتې ده؛ خو سرچینو اېکسپرس ترېبیون ته ویلي چې، د هغې یوه اصلي موخه د نجونو د زدهکړو پر بندیز د بیاکتنې لپاره د افغانستان پر لنډمهالي حکومت فشار راوړل دي.»
د سیاسي چارو شنونکی ظهورالدین ظهور په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د دغه سازمان واک د نورو کسانو په لاس کې دی. په تېرو درې کلونو کې هغوی څه کړي دي؟ له نړۍ سره زموږ په اړیکو کې یې څه کړي دي.»
د دغو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغې غونډې ته د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د کابو ۳۰ بهرنیو چارو وزیرانو حضور تایید شوی دی؛ خو په دغې غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون او نهګډون په تړاو څه نهدي ویل شوي او اسلامي امارت هم په دغې غونډه کې د ګډون او نهګډون په تړاو تراوسه څه نهدي ویلي.
د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج په دې هکله د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«د اسلامي همکاریو سازمان غونډه چې، په اسلاماباد کې جوړېږي، د افغانستان لپاره ښه زېری دی چې، د افغانستان په ګاونډ کې جوړېږي او دویمه دا چې، د اسلام مبین دین له لیدلوري د نجونو د زدهکړو پر مسئلې بحث کېږي، روښانه شي چې، د نجونو پر زدهکړو بندیز شته که نه؟»
په اسلام کې د ښځو د زدهکړو د مقام او ځای ځایګي په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په داسې حال کې د جنورۍ پر ۱۱مې او ۱۲مې نېټې جوړېږي چې، په تېر څه باندې درې کلونو کې، اسلامي امارت په هېواد کې د نجونو د زدهکړو مسئله تر امر ثاني ځنډولې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د زدهکړو پر محوریت غونډه جوړوي"