د اسلامي پیوستون سیالیو کې د یوسف جهانګیر د سرو زرو تاریخي مډال

د اسلامي پیوستون سیالیو کې د یوسف جهانګیر د سرو زرو تاریخي مډال

د افغانستان د موی‌تای ملي لوبغاړي، محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې د سرو زرو تاریخي مډال په ګټلو سره د هېواد نوم روښانه کړ.

جهانګیر د جمعې په شپه د دغو سیالیو په پایلوبه کې له ترکي سیال سره د درې سختو پړاونو په اوږدو کې لوبه وکړه او په ۲۹ د ۲۸ پایلې سره یې بریا خپله کړه او د ۷۵ کیلوګرام وزن د اتلولۍ مقام یې ترلاسه کړ.

هغه تر دې وړاندې هم له اندونیزیا او سعودي عربستانه د خپلو سیالانو په ماتولو سره ښې لوبې کړې وې.

په دې سره، جهانګیر د افغانستان لومړی لوبغاړی شو چې د دغو معتبرو اسلامي لوبو د سرو زرو مډال ګټي.

هغه تر دې وړاندې هم دوه آسیایي او نړۍوال مډالونه ترلاسه کړي دي.

په بل اړخ کې، د افغانستان بل موی‌تای ملي لوبغاړی سید حمیدالله سادات، ښې لوبې وکړې خو، ونه توانېد چې مډال ترلاسه کړي او له سیالیو بهر شو.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو شپږم پړاو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې روان دی او افغانستان پکې په اوو بېلابېلو ورزشي برخو کې ګډون لري.

تر دې دمه، یوازینی مډال ګټونکی افغان لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر دی چې د دغو سیالیو د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسلامي پیوستون سیالیو کې د یوسف جهانګیر د سرو زرو تاریخي مډال"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*