د اسیا رګبي اتلولۍ سیالیو په دویمه لوبه کې د هند پر وړاندې د افغانستان ماته

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د آسیا د اتلولۍ جام په دویمه لوبه کې د هند پر وړاندې ماته وخوړه.

د هېواد د رګبي لوبغاړي تېره ورځ (شنبه) د دې سیالیو په دویمه لوبه کې د هند له ملي لوبډلې سره مخامخ شول او په پای کې یې د ۲۶ پر ۵ په لوی توپیر ماته ومنله.

د افغانستان رګبي لوبغاړو د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره ورځ (شنبه) له لبنان سره لوبه وکړه او وتوانېدل چې خپل سیال د ۱۴ پر ۱۲ پایلې سره مات کړي.

دا سیالۍ د افغانستان، بحرین، هند، ایران، عراق، اردن، قزاقستان، قرغېزستان، لبنان، عمان، فلسطین، قطر او سعودي عربستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو ترمنځ د عمان پلازمېنه مسقط کې د دوو ورځو لپاره پیل شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسیا رګبي اتلولۍ سیالیو په دویمه لوبه کې د هند پر وړاندې د افغانستان ماته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*