
د افغانانو په ګډون د بهرنیو وګړو د ستنولو په اړه د سویډن نوې طرحه
سویډن اعلان کړی چې د افغان، سوریایي او سومالي کډوالو د ستنېدنې بهیر د پیاوړتیا لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان ته ۷۰ ميليونه کرون ځانګړي کوي.
د سویدن د کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې هېواد به یې د افغان، سوریایي او سومالیایي کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر د چټکتیا لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ۷۰ میلیونه کرون ځانګړي کړي.
د سویدني رسنیو د راپورونو له مخې، یوهان فورشل ویلي چې دا بودجه به له افغانستان او نورو هېوادونو څخه د ناقانونه کډوالۍ پر ضد مبارزې او د بېرته ستنېدو بهیر د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.
د سویډن د کډوالۍ وزیر، یوهان فورشل: « د دغسې سرچینو په کارولو سره کېدای شي د افرادو د هویت تثبیت ظرفیت رامنځته شي. دغه راز داسې اقدامات ترسره کېدای شي چې د بېرته ستنېدو لپاره لازم شرایط برابر شي؛ لکه د استوګنځي، سرپناه، خوړو او درملو برابرول.»
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي په دې اړه ویلي: « د دې تګلارې ریښتینی اغېز پر هغو هېوادونو لکه افغانستان پورې تړلی دی. که اقتصادي او امنیتي شرایط مناسب نه وي، د بیا کډوالۍ احتمال به همداسې لوړ پاتې شي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه د سویډن د دې نوې طرحې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د دغه وزارت ویاند ټینګار کړی وو چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر باید داوطلبانه وي او له اروپایي هېوادونو یې غوښتي وو چې له بېرته ستنېدو وروسته د ژوند اسانتیاوو په برابرولو کې له هغوی ملاتړ وکړي.
د کډوالو د حقونو فعال، عبدالباسط انصاري هم ویلي: « د دې پیسو ځانګړي کول کولای شي د هغو افغانانو د ژوند په وضعیت کې مهم رول ولوبوي چې ټاکل شوې بېرته هېواد ته راستانه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ۲۸۰ افغان وګړي ـ چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي ـ په پاکستان کې جرمني ته د سفر په تمه دي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانانو په ګډون د بهرنیو وګړو د ستنولو په اړه د سویډن نوې طرحه"