
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګري ۳۱ سلنه زیاته شوې
د تاجکستان د احصائې او معلوماتو ادارې راپورورکړی، چې د روان کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې یودېرش اعشاریه یو سلنه زیاتوالی راغلی.
دوی زیاتوي، چې د روان زیږدیز کال په لومړۍ نیمايي کې د سوداګرۍ کچه ۴۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده
د تاجکي رسنیو د راپور له مخې؛ د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه شاوخوا ۳۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویان عبدالسلام جواد آخوندزاده ویلي؛ له تاجکستان څخه افغانستان ته اصلي صادرات برښنا، ودانیز توکي، سمنټ، د ډبرو سکاره، کیمیاوي سره او خوراکي محصولات دي.
دغه راز د خصوصي سکټور غړي وایي، له افغانستان څخه تاجکستان ته د شاوخوا ۸ میلیون ډالرو پر ارزښت صادارت شوي.
د صنایعو او کانونو خونې د غړي ذبیح الله نظري د څرګندونو له مخې؛ افغانستان تاجکستان ته د کرنیزو محصولات، انځر، ممیز او پنبې په ګډون غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې هم صادروي. « د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ورځ تر بلي د پراختیا په حال کې ده او هیله لرم، چې دواړه حکومتونه د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره اقدامات تر سره کړي»
د اقتصادي چارو شنونکو ويلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ اقتصادي ظرفیتونه شته او که حکومتونه له خصوصي سکټور سره همکاري وکړي اقتصادي اړیکې به نورې هم پراخې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی نذیر احمد خلیل وایي: «د افغانستان او تاجکستان ترمنځ لار تړل شوې؛ خو د هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکو او د هېوادونو تحولاتو یې پر اقتصاد منفي اغېز کړی؛ په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د ټیګښت، ګډې پانګونې او ټرانزیټي امکانات شته. هیله ده، چې دواړه حکومتونه پاملرنه ورته وکړي».
دا په د اسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت رهبرۍ تل ویلي؛ د افغانستان د ګاونډ هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره په متقابل احترام ولاړې اقتصادي اړیکې پالي او دا لړۍ ورځ تر بلې د پرا ختیا په حال کې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګري ۳۱ سلنه زیاته شوې"