د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه نن پیلیږي

دا لومړۍ لوبلړۍ ده، چې د سوېلي افریقا او افغانستان د لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.
د درېیو یو ورځنیو لوبلړۍ د افغانستان په کوربه‌توب د عربي متحده اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښین څلور نیمې بجې پیلیږي.

د افغانستان او سوېلي افریقا لوبډلمشرانو تېره ورځ ناوخته د درېیو یو ورځنیو لوبو په اړه په یوه خبرې ناسته کې د ننۍ لوبې په اړه له خبریالانو سره معلومات شریک کړل.
د دواړو هېوادونو لوبډلمشرانو په خپلو خبرو کې وویل، یاده لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو لپاره ډېره جالبه او له ننګونو ډکه وي، ځکه دا د دواړو لوبډلو لومړنۍ تجربه ده چې د یوبل په وړاندې دغه لوبړۍ ترسره کوي.
د افغانستان د پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شاهدي وايي، د شارجې له لوبغالي سره یې ټوله لوبډله بلده ده او په دغه لوبغالي کې یې ډېرې لوبې ترسره کړې دي.
نوموړی تمه لري، چې په دغه لوبلړۍ کې به ښې لاسته راوړنې ولري.
په دغې لوبلړۍ کې د افغانستان پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ او ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ به د ټپي کېدو له امله ونه لوبېږي.
حشمت الله شاهدي د نوموړو لوبغاړو په اړه وویل:« د ابراهیم ځدراڼ او مجیب ځدراڼ د ځای ناستو ټاکنه ګرانه ده؛ خو په لوبډله کې نور ځوانان هم شته، لکه ریاض حسن هم زموږ سره شته هغه هم ښه پیلیز توپ وهونکی دی او همدارنګه الله محمد غضنفر هم ښه ورو توپ اچوونکی دی. د اوس لپاره دا زموږ لپاره ښه غوراوی دی، چې د مجیب او ابراهیم ځدراڼ پر ځای ولوبول شي.»
ښاغلي شاهدي په خپلو خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې د چمپینز ټرافۍ څخه وړاندې له بنګله دېش، زیمبابوې او وېسټ اېنډیز سره هم لوبلړۍ لري او تر یادو لوبلړیو وروسته به د چمپینز ټرافۍ لپاره یوه پیاوړې لوبډله وټاکي.
همدارنګه د سوېلي افریقا لوبغاړي اډین مکرم رسنیو ته په خبرو کې وویل، له افغانستان سره د لوبلړۍ لپاره زموږ لوبډله ډېره هیجاني ده.
نوموړی وایي،‌ په دغه ډول لوبلړیو کې به یې لوبډله د چمپینز ټرافۍ لپاره ښه چمتو شي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې لوبډله یې نوې ده؛ خو غواړي د سوېلي افریقا لپاره ډېرې لوبې وګټي.
دا سیریز زموږ لپاره ډېر ګټور دی هر هغه سریز راته مهم دی، چې تر چمپینز ټرافۍ مخکې یې تر سره کوو. زموږ لوبډله تر ډېره نوې ده، ممکن موږ په دې سریز کې له ننګونو سره مخامخ شو؛ خو تمه لرم چې ښې لوبې به وکړو.»
همدارنګه نوموړي وویل:«موږ به دا سریز ډېر جدي وګڼو ځکه موږ په نړۍوال جام کې هم په نیمه پایلوبه کې له افغانستان سره مخ شوي وو او موږ ډېره سخته لوبه لرله.»
دواړو لوبډلو د تېرو څو ورځو راهیسې په شارجه لوبغالي کې د لوبلړۍ لپاره تمرینات پیل کړي او نن به د افغانستان پر وخت د ماسپښین څلور نیمې بجې د لوبلړۍ د لومړۍ لوبې لپاره لوبغالي ته ښکته شي.
د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي له مینه‌والو وغوښتل، چې له نږدې ورشي او په شارجه نړۍوال لوبغالي کې خپل لوبغاړي له نږدې تشویق کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه نن پیلیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*