د افغانستان او نیوزلنډ تر منځ د هند په ګرېټر نواډا کې د کرېکټ یوازینۍ ټېسټ لوبه د لوبغالي لوندېدو له کبله په دویمه ورځ هم ونه شوه.
د نیوزلنډ لوبغاړي تر لوبغالي هم ولاړل او تمرین یې وکړ، خو افغان لوبډله هېڅ لوبغالي ته نه وه تللې.
په پام کې وه، د دوشنبې ګهیځ دا لوبه پیل شي، خو د منتظیمونو په وینا د باران له کبله لوبغالي تر ناوخته پورې لوند پاتې شو، چې له کبله یې لوبه بالاخره تر سې شنبې پورې وځنډېده او اوس هم لوبغالی په بشپړه توګه نه دی وچ شوی.
د دوو ورځو لوبې نه کېدو له کبله به اوس پاتې درې ورځې دا لوبه کېږي.
د هوا پېژندنې ادارو له وړاندې د سې شنبې ورځې لپاره د باران وړاندوینه کړې وه، خو ویلي یې و، ښايي پرله پسې باران ونه شي.
افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه په دې هکله لیکلي، “د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ هم د تېرې شپې د شدید ورښت او د لوبغالي د لوندوالي له امله پرته له لوبې پای ته ورسېده. دواړه لوبډلې به سبا سهار د لوبې په دریمه ورځ د سهار په ۸:۳۰ بجو د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.”
د افغانستان مشري حشمت الله شهيدي کوي. نوموړي تېره ورځ ويلي و، چې لوبې ته يې پوره چمتووالی نيولی او هيله يې ښودلې وه چې ښه سيالي به نندارې ته وړاندې کړي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له نيوزيلنډ سره د دغې ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو ۱۶ کسيزه ډله اعلان کړه.
خو تېره ورځ افغان کرېکټ بورډ وويل چې تګړه توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د نیوزیلنډ پر وړاندې ټېسټ او د سوېلي افریقا لوبلړۍ کې د ګډون جوګه نه دی.
د کرېکټ بورډ په وينا د ابراهیم ځدراڼ د چپې پښې ښنګری د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره د چمتووالي او تمرین پر مهال اوښتی چې له امله به یې نوموړی د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې او د سویلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.
د يادولو وړه ده چې د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګوربز او مجيب ځدراڼ هم د نیوزيلنډ پر وړاندې سيالۍ کې نشته.
دا لومړی ځل دی چې نيوزيلنډ له افغانستان سره ټېسټ سيالي کوي. که څه هم نيوزيلنډ پیاوړې لوبډله ده، خو په تېر شل اوريز نړيوال جام کې يې افغانستان ته لوبه وبايلله.
په ټېسټ لوبه کې د افغانستان د لومړنۍ بريا کليزه
د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر نهمه افغانستان په لومړي ځل په ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه.
د راشد خان په مشرۍ افغانستان له بنګله دېشه د ۲۲۴ منډو په توپير سيالي وګټله او دا يې د ټېسټ کرېکټ په تاريخ کې لومړنۍ بريا شوه.
په هغه لوبه کې راشد خان د ۱۱ لوبغاړو په سوځولو او د ۷۵ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو او له دې سره لومړنی لوبډلمشر شو چې په ټېسټ لوبه کې له لسو زياتو وېکټو اخيستو تر څنګ ۷۵ منډې جوړوي.
په همدې سيالۍ کې رحمت شاه زرمتي هم سليزه ووهله او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبه کې سليزه وهي.
افغانستان تر دې مهاله ټولې اته ټېسټ لوبې کړې چې دوې يې ګټلې، پنځه یې بايللې او يوه بې پایلې ختمه شوې ده.
افغانستان لومړنۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۱۴ مه نېټه له هند سره کړې ده.
نيوزيلنډ دا مهال د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې له استراليا هند، انګلنډ او جنوبي افريقا وروسته پنځم ځای لري.
افغانستان له دې کبله چې لا یې کافي ټېسټ لوبې نه دي کړې، د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې د سر لسو هېوادونو په کتار کې نشته.
د نيوزيلنډ پر وړاندې له يوازنۍ ټېسټ لوبې وروسته افغانستان په همدې سپټمبر مياشت کې له جنوبي افريقا سره په متحده عرب اماراتو کې يو ورځنۍ لوبلړۍ لري.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او نيوزيلنډ تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ هم ونه شوه"