د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ تېره میاشت کې ۴ سلنې وده کړې

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ تېره میاشت کې ۴ سلنې وده کړې

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ تېره میاشت کې ۴ سلنې وده کړې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د روان زیږیز کال د اګست په میاشت کې ۱۴۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د جولای میاشتې پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري څلور سلنې زیاته شوې ده.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغانستان صادراتو پاکستان ته په کلني کچه ۵۰ سلنې او په میاشتني کچه ۱۶ سلنې زیاتوالی موندلی دی.

په دې راپور کې راغلي دي: «پاکستان د ۲۰۲۵ د اګست په میاشت کې د افغانستان له وارداتو کې د تیر کال پرتله ۵۰ سلنې زیاتوالی او د تیرې میاشتې پرتله ۱۶ سلنه وده تجربه کړه، په داسې حال کې چې د پاکستان صادرات افغانستان ته په همدې میاشت کې په ترتیب سره ۱۳ سلنه او یو سلنه راکم شوي دي. یو رسمي سرچینې د ملت ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه سوداګري د اګست په میاشت کې ۱۴۳ میلیونه ډالر وه چې د جولای په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي. دغه زیاتوالی په عمده توګه د پاکستان له لوري د افغانستان د وارداتو د ۵۰ سلنه ډېرښت له امله و چې له ۳۷ میلیونه ډالرو په جولای ۲۰۲۵ کې ۵۵ میلیونه ډالرو ته په اګست کې ورسېده.»

امید حیدري، سوداګر، وویل: «موږ له د پاکستان له مشرتابه غواړو چې تعرفې تر ټولو ټیټې کچې ته راکمې کړي. په لومړي ګام کې دې د دواړو لورو ترمنځ باور زیات شي، سوداګریزو، ګمرکي او ترانزیټي تړونونو ته لاسلیک وشي څو د دواړو هېوادونو سوداګر سره مرسته وشي.»

د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لامل د پاکستان له لوري د ځینو صادراتي توکو پر ګمرکي تعرفو د کمښت او د ځینو لارو د بیا پرانیستل کېدو په توګه یاد کړی دی.

خانجان الکوزی، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس، وویل: «صادرات د تېر کال په پرتله زیات شوي او د تېرې میاشتې په پرتله هم لوړ شوي دي، ځکه یوه میاشت مخکې تعرفې لوړې وې او د مېوو فصل هم نه و رسېدلی.»

یو شمېر سوداګر د شته ستونزو په یادولو سره د خپلو صادراتو او سوداګرۍ لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

میرویس حاجي‌زاده، د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال، وویل: «د سږکال د مېوو فصل پای ته رسېدلی دی او د ستونزو لرونکو سوداګرو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي. د اورګاډي کرښه جوړول اړین دي څو سوداګر وکولای شي خپلو توکو ته نورو هېوادونو ته هم د صادراتو زمینه برابره کړي.»

له دې مخکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې کمې شوې دي او اوس د دې هېواد ته د صادراتو بهیر په عادي ډول روان دی.

د دغه وزارت مرستیال زیاته کړې وه چې دا مهال د تورخم، غلام خان او دندپتان له لارو د افغانستان تازه او وچې مېوې پاکستان ته صادریږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ تېره میاشت کې ۴ سلنې وده کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*