د افغانستان د الف کرېکټ ملي لوبډله د عمان درې اړخیزو سیالیو اتله شوه

د افغانستان د الف کرېکټ ملي لوبډله د عمان په درې اړخیزو سیالیو کې اتلولي خپله کړه.

د هېواد د الف کرېکټ لوبغاړي تېره ورځ (سې شنبه) په درې اړخیزه ۲۰ اوریزو سیالیو کې د هانګ کانګ پر وړاندې ولوبېدل؛ خو دغه لوبه د باران د ورښت له امله لغوه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان د الف کرېکټ لوبډله په ګروپي سیالیو کې د هانګ کانګ او کوربه عمان پر وړاندې د دوه بریاو او په سیالیو کې د غوره پایلو له امله د دې سیالیو اتله اعلان شوې ده.

د ۲۰ اوریز کرېکټ سیالۍ د افغانستان الف، کوربه عمان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ له یوې مودې راهیسې روانې وې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د هېواد لوبغاړي به د اسیا ځوانانو جام سیالیو کې د سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ لوبډلو پر وړاندې ولوبېږي او د دې سیالیو لومړنۍ لوبه به د روان زیږیز کال د اکټوبر په ۱۸مه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

مرتبط موضوع:

د هېواد د کرېکټ الف ملي لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اسیا ملتونو د ځوانانو جام اتلولي خپله کړه.

د افغانستان او سریلانکا الف ملي لوبډلو د اسیا ملتونو د ځوانانو جام په پایلوبه کې، نن ماښام (یکشنبې) په عمان کې د لوبډلې ډګر ته ودانګل او د لوبې لومړۍ پاڼۍ سریلانکا له توپ‌وهنې سره پيل کړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سریلانکا لوبډلې د ۷ ویکټو په زیان خپلې سیالې افغان لوبډلې ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

په دویمه پاڼۍ کې، د هېواد د کرېکټ لوبغاړي د توپ‌وهنې په برخه کې له ښه ځېلدو سره وتوانېدل چې، د ۳ ویکټو په زیان د سیالې لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف پوره او د اسیا ملتونو د ځوانانو جام اتلولي خپله کړي.

د اسیا ملتونو د ځوانانو جام سیالیو په نوم د کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ، د عمان په کوربتوب او د افغانستان د الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو د الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د الف کرېکټ ملي لوبډله د عمان درې اړخیزو سیالیو اتله شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*