د افغانستان د تعلیمي کال پای: سږ کال هم کومه نجلۍ له ښوونځي فارغه نه شوه

د افغانستان د تعلیمي کال پای: سږ کال هم کومه نجلۍ له ښوونځي فارغه نه شوه

په افغانستان کې د ا.ا.تر واکمنۍ لاندې څلورم ښوونیز کال هم له دولسم ټولګي د نجونو له فراغت پرته پای ته ورسېد.

سږ کال هم د هېواد په سړو ولایتونو کې زرګونو هلکانو دوولسم ټولګی ختم کړ او د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیسي.

خو په دې موده کې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زدکړو اجازه ورکول کېږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د تعلیمي کال د پای ته رسېدو په مناسبت پر اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، دی هیله‌من دی چې “افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو مکتبونه او پوهنتونونه پرانیستل شي څو زموږ لوڼې پر خپلو پښو ودریږي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.”

هغه په دغه پیغام کې علم او پوهه د هرې ټولنې د ترقۍ او عزت اصلي وسیله بللې ده.

ښاغلي کرزي ویلي، د افغانستان “ځان بسیاینې لپاره په سلګونو زره نارینه او ښځینه ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو، د تکنالوژۍ او نورو برخو متخصصینو ته اړتیا شته.”

د ښځو د حقونو او نجونو د زدکړو ځینو فعالانو او نورو پېژندل شویو څېرو هم په دې تړاو تبصرې کړې دي.

شاعرې، لیکوالې او ژورنالیستې شفیقې خپلواک پر خپله اېکس خوله رسنۍ لیکلي: “یو بل تعلیمي کال هم پای ته ورسېده. لکونه نورې نجونې له شپږم ټولګي «فارغې» شوې. نسلونه، نسلونه مو تیارو ته ټیل وهل.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د تعلیمي کال پای: سږ کال هم کومه نجلۍ له ښوونځي فارغه نه شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*