په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

Photo: Sander Yigit

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د افغانستان سوداګرۍ په ۲۰۲۵ کال کې له شته ننګونو سره سره وده کړې ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ویلي چې د هېواد د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارد او ۹۳۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې له دې منځه ۱ میلیارډ او ۸۰۷ میلیون ډالر صادرات او ۱۲ میلیارد او ۱۲۵ میلیون ډالر واردات دي. دا شمېر د تېر کال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد هم په دې اړه وايي: « د افغانستان ډېری صادرات هند، پاکستان، اوزبېکستان، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ایران، ترکیې، چین، عراق او تاجېکستان ته شوي دي او د افغانستان د صادراتو مهم توکي اینځر، ممیز، اینجې او د اینجې تخم، ډبروسکاره، پنبه، وچه مېوه، پسته، بادام، زعفران، وچ شفتالو، زیره، مڼه، انګور، ټماټر، ماش، انرژي څښاکونه، کان‌ي ډبرې، غالۍ او ګلیم، تور جلغوزه او انار دي.»

اقتصادي شنونکي وایي، له شته محدودیتونو او ننګونو سره سره، د سوداګرۍ وده د بازار د انعطاف او د افغانستان له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د هڅو ښکارندویي کوي.

یو شمېر سوداګر هم وايي چې د کورني تولید ملاتړ، د سوداګرۍ د بیخ بنسټونو پراختیا او د پانګونې د بهیر اسانتیا به د صادراتو په دوامداره وده او پر  وارداتو د زیاتې تکیې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

اقتصادي شنونکی، عبدالغفار نظامي هم وايي: « له بده مرغه صادرات او واردات له لوی توپیر سره مخ دي؛ ځکه صادرات د وارداتو پرتله کم دي. د صادراتو د زیاتولو لپاره باید کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو ته پاملرنه وشي او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.»

سوداګر، محبوب‌الله محمدي بیا وايي: « د روان کال د مرغومې له ۵مې تر ۱۱مې پورې، د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۰ زره او ۶۲۶ ټنه نفتي او غیرنفتي توکي لېږدول شوي، چې له دې شمېر څخه ۳۲۰ ټنه یې صادرات وو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان تر ټولو زیات واردات له ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبیکستان، روسیې، قزاقستان، مالیزیا او هنده شوي، چې د موټرو پرزې او ماشین‌آلات، ډیزل تېل، پټرول تېل، اوړه او غنم، بریښنایی ماشین‌آلات او وسایل، طبیعي ګاز، د کتان ټوکر، سمنټ، طبي درمل او خواړه پکې شامل دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*