د افغانستان د صنعت اونۍ څلورم نندارتون د ښځو له حضور پرته پرانیستل شو

Photo: Mustafa Meraji

د افغانستان د صنعت اونۍ څلورم نندارتون د لومړي ځل لپاره د ښځو له حضور پرته نن (سې‌شنبه) کابل کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون کې د اسلامي امارت چارواکو ټینګار وکړ چې له هرې ممکنې لارې به هېواد کې د صنعت او پانګونې د ودې لپاره هڅې وکړي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر و ویل: «صنعت د هر ملت د پرمختګ اساس دی. نن سبا هغه هېوادونه وینو چې یوازې د صنعتي انقلاب په برکت یې خپلې زیربناوې پیاوړې کړي، بیکاري یې له منځه وړې او د خپلو تولیداتو لپاره یې په کور دننه او بهر ښه بازارونه پیدا کړي دي.»

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: «افغانستان کې د تولیداتو او وارداتو په برخه کې باید کیفیت ته پام وکړئ. باید بې‌ کیفیته توکي نه تولید او نه هم وارد شي او که دغه راز تولیدات یا هم واردات وشي نو دا به ستاسو او د ټول افغانستان د صنعت ناکامي وي.»

دغه نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي د افغانستان تولیدات با کیفیته یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې د هېواد صنعتکاران له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي کوي. 

د هغه په خبره، سرپرست حکومت پر اومو توکو او صنعي ماشینونو تعرفې کمې کړې دي. 

نورالدین عزیزي و ویل: «د افغانستان ټول تولیدات کیفیت لرونکي دي. څوک چې وایي د افغانستان تولیدان بې کیفیته دي، د صنعت او افغانستان دښمنان دی او نه غواړي چې افغانستان پر ځان بسیا شي.»

د اقتصاد وزارت سرپرست، دین‌ محمد حنیف و ویل: «سره له دې چې موږ په صنعت کې پرمختګ کړی خو لا هم یو مصرفي هېواد یو. لونګۍ، جای نماز، تسبیح او د لومړنیو اړتیاو نور توکي له بهره را واردیږي.»

د صنایعو او کانونو خونه چې د صنعت اونۍ د نندارتون په جوړېدو کې مهم رول لري، وایي سږکال د افغانستان صنعت ۱۲ سلنې وده کړې او دا مهال ۴۲۰ زره کسان په مختلفو تولیدي برخو کې کار کوي.

د دغې خونې مشر، شیرباز کمین‌زاده و ویل: «اوس زموږ خصوصي سکټور او صنعتکاران په ۱۶۸ برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلي دي. موږ اوس ۶۵۰۰ کارخونې لرو چې ۴۲۰ زره کسان پکې په کارونو بوخت دي.»

د افغانستان د صنعت اونۍ د دغه نندارتون په ۷۰۰ غرفو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو، غالیو، مشروباتو، برښنایي وسایلو او د کور وسایلو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون به د غبرګولي تر ۱۱مې دوام وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د صنعت اونۍ څلورم نندارتون د ښځو له حضور پرته پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*