د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی

منبع

د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له هېواد د وچې مېوې په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

جلغوزي، انځر، بادام، پسته، چهارمغز، ممیز او وچ زردالو د افغانستان د وچو مېوو له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي چې د تېر میلادي کال پر مهال د دغو محصولاتو صادرات زیات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، افغانستان په ۲۰۲۵ میلادي کال کې نږدې ۲۰۵ زره ټنه وچې مېوې صادرې کړې چې ارزښت یې ۶۶۷ میلیونه ډالرو ته رسېده.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې د انځر، ممیز، بادام، پستې او جلغوزيو صادرات د تېر کال په پرتله له درېیو تر ۳۴ میلیونه ډالرو پورې زیات شوي دي.

په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۴ کلونو کې د وچو مېوو د صادراتو پرتله 

توکی | ارزښت په ۲۰۲۵ | ارزښت په ۲۰۲۴

ممیز | ۱۸۶ میلیونه ډالر | ۱۵۲ میلیونه ډالر

انځر | ۲۸۷ میلیونه ډالر | ۱۶۶ میلیونه ډالر

پسته | ۶۲ میلیونه ډالر | ۳۸ میلیونه ډالر

بادام | ۵۵ میلیونه ډالر | ۴۶ میلیونه ډالر

وچ زردالو | ۵۰ میلیونه ډالر | ۳۰ میلیونه ډالر

جلغوزي | ۱۵ میلیونه ډالر | ۱۲ میلیونه ډالر

ورته مهال، د یاد وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: «دا توکي ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیې، پاکستان، فرانسې، هالند، روسیې، تاجیکستان، چین، انګلستان، استرالیا او نورو هېوادونو ته د نږدې ۲۰۵ زره ټنه وزن او د ۶۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.»

سره له دې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې د وچو مېوو د صادراتو د زیاتوالي ښکارندویي کوي، خو د وچو مېوو د صادرونکو ټولنه وایي چې د ویزو ستونزې، بانکي بندیزونه او په چابهار او واګه بندرونو کې ترانزیټي ننګونې هغه لاملونه دي چې لا هم د هېواد د ارزښتناکو وچو مېوو پر صادراتو یې سیوری غوړولی دی.

د کابل د وچو مېوو د صادرونکو ټولنې ویاند، احمد خالد رحماني وايي: «د افغان صادرکوونکو لپاره د کافي اسانتیاوو نشتون لامل شوی چې زموږ یو شمېر سوداګر د نړۍوالو نندارتونونو په ګډون، له بهرنیو پېرېدونکو سره په لیدنو کتنو او د خپلو سوداګریزو قضیو په تعقیب کې له محدودیتونو سره مخ شي.»

همدارنګه افغان سوداګر، عزم‌الدین خنجاني وویل: «موږ نورې لارې هم لرو؛ په ځانګړي ډول خپله اروپا، امریکا، کاناډا، عربي هېوادونو، اوزبېکستان ته صادرات لرو او همدارنګه د ایران د بندر عباس او دوغارون بندرونو له لارې هم صادرات ترسره کېږي. دا مهال د چابهار په مسیر کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي او هیله لرو چې حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاوونیت د پاکستان له لارې هند ته د وچو مېوو د صادراتي لارو د تړل کېدو له امله، له آریانا هوايي شرکت څخه غوښتي وو چې د لېږد لګښتونه راکم او د دغو محصولاتو د صادراتو لپاره ځانګړې چارټر الوتکه ځانګړې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*