د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله: نیمه پایلو ته وتل د ژوند تر ټولو غوره شېبه ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووتله چې لوبغاړو، روزونکو او عادي افغانانو دا یو لوی او تاریخي بری بللی دی.

افغانستان د اتو غوره لوبډلو په مرحلې کې په یوې په زړه پورې او د باران له کبله ګډوډې شوې لوبې کې بنګله دېش ته په اتو منډو ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره وکړه.

له لوبې وروسته راشد خان دا د افغانستان لپاره ډېر لوی بری یاد کړ او هیله یې وښوده چې په نیمه پایلوبې کې به د جنوبي افریقا په مقابل کې هم ښه لوبه کوي.

په راشد خان او نورو افغان لوبغاړو سربېره، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو بهرنیو روزونکو نیمه پایلوبې ته د افغانستان وتل د خپل ژوند «لویه خوشحالي» بللې ده.

د افغانستان د توپ اچوونې روزونکی مرستیال ډي جی براو وايي: «ټول عمر مې شل اوریزې لوبې کړې، خو د دغې لوبډلې دا لاس ته راوړنه ځانګړې ده، ډېره ځانګړې ده. ټولو لوبغاړو او سر روزونکي‌ جانټن ټروټ ته باید شاباسي ورکړل شي،‌ افرین.»

براو زیاته کړه چې«ماموریت بشپړ شو، لومړی د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته وتل او اوس نیمه پایلوبه» او نیمه پایلوبې ته به هم ښه چمتو ورځي.

له بنګله دېش سره په لوبو کې د افغانستان توپ اچوونکي نوین الحق او راشد خان ښه وځلېدل، نوین الحق څلور او راشد خان هم څلور ویکټې واخیستې. نوین الحق د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان د کرکټ د ډګر ساتنې (فیلډینګ) روزونکی شین مکډرمټ هم دا د خپل ژوند تر ټولو غوره شېبه ګڼلې ده. هغه وايي: «۲۵ کاله کېږي چې د روزونکي په توګه کار کوم خو دا مې د ژوند تر ټولو غوره شېبه وه.»

د دوی دا خبرې له لوبې وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک پاڼې باندې خپرې شوې.

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې اووه لوبې کړې چې د استرالیا او نیوزلنډ په ګډون یې پنځه لوبډلې ماتې کړې دي.

په نیمه پایلوبې کې د جنوبي افریقا له لوبډلې سره مخامخ کیږي. افغانستان تر دې دمه له جنوبي افریقا څخه کومه نړیواله لوبه نه ده ګټلې.

افغانان په افغانستان کې د ننه او د باندې د افغان لوبغاړو بری په خوشحالیو او جشنونو نمانځي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله: نیمه پایلو ته وتل د ژوند تر ټولو غوره شېبه ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*