
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله «کافا» سیالیو ته په چمتووالي بوخته ده
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي په کابل کې «کافا» سیالیو لپاره په چمتووالي بوخت دي.
دغه تمریني کمپ څو اوونۍ وړاندې پیل شوی، د روژې په مبارکې میاشت کې هم دوام لري.
په دغه کمپ کې د هېواد له مرکز او بېلابېلو ولایتونو څخه نږدې سل لوبغاړي ګډون درلوده چې له تخنیکي او بدني ارزونو وروسته یو شمېر یې د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې وروستي ترکیب ته غوره شوي دي.
د ملي لوبډلې د تخنیکي کادر مسوولان وایي چې دا اوږدمهاله تمریني کمپ د لوبغاړو د بدني چمتووالي په لوړولو او تخنیکي مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول درلود.
د هغوی په وینا، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د لوبغاړو ټاکل د افغانستان په فوټبال کې د نویو استعدادونو د پېژندلو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې مرستیال روزونکی فرید عثماني وایي چې دې تمریني پروګرام د لوبغاړو پر چمتووالي مثبت اغېز کړی او هڅه کېږي چې لوبډله په غوره حالت کې راتلونکو سیالیو ته ولېږل شي.
په ورته وخت کې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم د دغه کمپ له جوړېدو خوښي څرګندوي.
دوی وایي چې د روزونکو تر څار لاندې تمرین او په کابل کې په منظم تمریني پروګرام کې ګډون ورسره مرسته کړې څو د کافا سیالیو لپاره ښه چمتو شي او هیله لري چې د لا ډېر ملاتړ په ترلاسه کولو سره ښې پایلې ترلاسه کړي.
ټاکل شوې ده چې د دغه تمریني کمپ له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د اوزبېکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړه شي.
د کافا د فوټبال سیالۍ به د روان میلادي کال د اپرېل میاشت کې د افغانستان د ملي لوبډلې په ګډون ترسره شي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله «کافا» سیالیو ته په چمتووالي بوخته ده"