د افغانستان فوټبال د سوېلي اسیا له اتلولي وروسته په کوم حال کې دی؟

1
1

لس -یوولس کاله مخکې د افغانستان کرېکټ د غوړېدو په حال کې و او د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا په جنوب کې مطرح شوې وه.

هغه مهال د ملي لوبډلې لوبغاړي د افغانستان دننه او بهر له لوبډلې سره یو ځای کېدل او خپلې تجربې یې هم سره شریکولې.

۱۱ کاله پخوا په همدې نن ورځ (د سپتمبر ۱۱) افغانستان په لومړي ځل د څو هېوادونو ترمنځ د فوټبال لومړنی ټورنمنټ وګاټه. پایلوبه د نیپال پلازمېنه کټمنډو کې وه چې افغانستان پکې وتوانېد هند ته دوه صفر ماته ورکړي.

هغه بریا د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ستره بریا وه.

خو ورو ورو د بېلابېلو ستونزو چې ویل کېږي په هغو کې د مدیریت په برخه کې ستونزې ددې لامل شوې چې د افغانستان فوټبال کمزوری شي او مخ پر ځوړ روان شو.

په وروستیو کې د افغانستان فوټبال بیا هم له لوړو ژورو سره مخ شوی. افغان لوبډلې ځینې لوبې یې کړي، چې ډېرې بدې نه دي بلل شوي، خو ځینې ستونزې لکه د بریتانوي روزنکي له خوا په یو اړخیزه توګه د تړون لغوه کول یا هم د لوبغاړو او ادارې ترمنځ ستونزې، په یو ځل له ادارې سره د ګڼو لوبغاړو پرېکون او ځینې نور، چې د افغانستان پر فوټبال یې خپل اغېز پرې اېښی دی.

په ۲۰۰۳ کال کې د فیفا درجه بندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۴ ځای کې و، په ۲۰۱۴ کې ۱۲۲ ځای ته لوړ شو، خو د ۲۰۲۴ کال په جولای کې یې ۱۵۱ ځای نیولی دی.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله

فوټسال

د افغانستـان د فوټسال ملي لوبډله به په څو ورځو کې په ازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام ته ولاړه شي.

د افغانستـان د فوټسال لوبډله په خپلو وروستیو لوبو کې ښه ځلېدلې او توانېدلې چې د پاراګوای او نیوزیلنډ لوبډلو په شان پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام لپاره د افغانستـان د فوټسال ملي لوبډلې ته د راغوښتل شویو لوبغاړو وروستی نوملړ په لاندې ډول اعلان شو.

محمد جواد صفري (ګول ساتونکی)، علیرضا جعفري (ګول ساتونکی)، علي احمد محسني، مهدي نوروزي (لوبډلمشر)، حامد رضا حسيني، خداداد ابراهیمي، رضا حسین پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسین محمدي او سید مجتبی حسیني شامل دي.

افغانستان په را روان نړیوال جام کې په سي ګروپ کې دی. په دې ګروپ کې ارجنټاین، اوکرایین، افغانستان او انګولا لوبډلې شاملې دي.

افغانستـان، نیو زیلنډ، تاجکستان او فرانسه په لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام کې لوبېږي.

د افغانستـان د فوټسال لوبډله اوسمهال د نړۍ په کچه دېرشم مقام لري، خو په اسیا کې یوه له پیاوړو لوبډلو څخه شمېرل کېږي.

د افغانستـان فوټبال فدراسیون د پاچا امان الله خان په واکمنۍ کې جوړ شو. ۱۹۲۲ کال و خو لومړۍ نړیواله لوبه یې اتلس کاله وروسته کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان فوټبال د سوېلي اسیا له اتلولي وروسته په کوم حال کې دی؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*