آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي

Photo: Fikryi Rasid

د آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون ویاړي، ​​چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو تولید او هېوادوالو ته خپروي.

ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.

دا لوبې به د افغانستان د فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره شي.

د افغانستان فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر نن (پنجشنبه) د دې سیالیو یا ټورنمنټ د تولید او خپرونې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “د افغانستان فوټسال وړتیا اوس نړیواله شوې ده. زمونږ هڅې دا دي، چې دا ظرفیت د آسیا او سیمې پر کچه لوړ کړو، چې اړینه برخه په کې رسنۍ لري. پر رسنیو سربېره خصوصي سکټور خورا لوی او بنسټیز رول لوبولی شي.”

د آریانا ټلویزیون د خرڅلاو مدیر سمیع الرحمن عزیزي ویلي؛ د لومړي ځل لپاره به په دې سیالیو کې د ویډیو ملاتړی سیسټم وکارول شي، چې له لوبڅار سره د سمو پرېکړو په کولو کې مرسته وکړي.

هغه ويلي: “دا نوې ټکنالوژي به نه یوازې د لوبو څرنګوالی او رڼښت لوړ کړي، بلکې د لوبډلو او لوبغاړو لپاره به د لوړې کچې تجربه هم ډاډمنه کړي.”

سمیع الرحمن عزیزي ټینګار کړی؛ آریانا ټلویزیون اړینې نړیوالې او کورنۍ پېښې خپروي او هڅه کوي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په ټوله نړۍ کې مشهور کړي.

هغه ویلي: “دا همکاري د سپورټ په پرمختګ کې یو نوی پړاو پیلوي او مونږ بشپړ باور لرو، چې دا سیالۍ به د ځوانانو لپاره د نویو فرصتونو دروازه پرانیزي.”

د یادونې ده، چې د افغان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو به ۹۰ لوبې ولري او د لومړي ځل لپاره به دا لوبې د راونډ رابن په بڼه ترسره شي.

هره ورځ پرته له شنبې دوه لوبې ترسره کیږي؛ لومړۍ لوبه به د مازیګر پر ۴ بجو او دوه‌یمه هغه به له مازیګر وروسته ۶ بجې پیل شي.

په دې سیالیو کې به بهرني لوبغاړي هم برخه ولري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*